دایران مسولې ادارې باید د جنایتکارانو پیروان تعقیب کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76675-دایران_مسولې_ادارې_باید_د_جنایتکارانو_پیروان_تعقیب_کړی
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په اهواز کښې له پرونۍ ترهګرې پیښې وروسته چې د ایران د یوشمیر ښاریزو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه په یوه ()پیغام کښې ددغه خواشینونکی او ترخې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2018 01:23 Asia/Kabul
  • دایران ملت به خپلې له ویاړ  او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړي او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شي .
    دایران ملت به خپلې له ویاړ او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړي او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شي .

زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په اهواز کښې له پرونۍ ترهګرې پیښې وروسته چې د ایران د یوشمیر ښاریزو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه په یوه ()پیغام کښې ددغه خواشینونکی او ترخې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ

 مسولې استخباراتی ادارې دنده لری په چټکۍ او دقت سره د جنایتکارانو پیروان تعقیب کړی او هغه  دهیواد قدرتمنې قضایی ادارې ته وسپاری .

هغه حضرت په دغه پیغام کښې د اهواز د ترهګرې پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ دڅرګندولو او دشهیدانو لپاره د سترو درجو  او د شهیدانو او دژوبلو کسانو د کورنیو لپاره د الهی صبر په ارزو سره ټینګار وکړ د ګوډاګیو ترهګرو په لاس په اهواز کښې د ایران د یوشمیر خلکو د شهیدولو خواشینیونکی او ترخې پیښې یوځل بیا  دایران دملت د دښمانانو خباثت او بې رحمۍ ښکاره کړه  .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه دغه سخت زړی ګوډاګیان چې په بې ګناه خلکو ، ماشومانو او ښځو ډزې کوی له همغو ریاکارو او درغجنو مدعیانو سره اړه لری چې په پرله پسې ډول  د بشری حقوقو خبرې کوی او  دهغوې له کینې ډک زړونه دایران د وسله والو ځواکونو په رسمت ګذشت کښې دملی اقتدار ورایښت نشی زغملی .

هغه حضرت ډاګینه کړه د دوې جنایتونه په سیمه کښې دامریکا د لاسپوڅو حکومتونو د دسیسې دوام دی چې خپل هدف یې په ایران کښې دناامنۍ رامینځته کول ګرځولی او دایران ملت به خپلې له ویاړ  او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړی او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شی .