د نړۍ ځینو نورو هیوادونو هم د اهواز ترهګره پيښه وغندله
د ازبکستان، هندوستان، لبنان او شمالي او جنوبي کوریا په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو مشرانو د ایران په اهواز ښار کښې شوې وروستۍ ترهګره پیښه په کلکه غندلې ده.
د ازبکستان ولسمشر په اهواز کښې شوې ترهګر برید په کلکه وغنده چې پکښې یوشمیر ملکي ایرانیان شهیدان او زخمي شوي دي.
شوکت میرضیایف د ایران ولسمشر حسن روحاني ته د خپل تسلیت په پیغام کښې د ایران له حکومت، ولس او په تیره بیا د شنبې د ورځې د ترهګرې حملې د شهیدانو له کورنیو سره د ازبکستان د حکومت او ولس خواخوږي څرګنده کړه:
هغه وویل چې ازبکستان د ترهګرۍ د ښکارندې خلاف په نړیوال ډګر کښې د پراخې ملګرتیا په ضرورت ټینګار لري.
همداشان د لبنان ولسمشر میشل عون هم د ایران ولسمشر حسن روحاني ته د پيغام په رالیږلو او د اهواز د ترهګرې پيښې په غندلو سره وویل: د ترهګرۍ سپیره بلا له دینه مبرا ده چې د سیمې هیوادونو ته یې مخه کړې ده.
له دې مخکښې د لبنان خارجه وزارت او حزب ا... هم د جلاجلا بیانیو په صادرولو سره د ترهګرۍ د ښکارندې په خندلو سره د اهواز د ترهګرۍ پیښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې وه.
له بلې خوا د هندوستان خارجه وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: مونږ د زړه له تله د اسلامي ایران حکومت او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او آرزو لرو چې د دې حملې زخمیان زرترزره ښه شي.
همداشان د جنوبي کوریا خارجه وزارت په یو پيغام کښې د دغه ترهګر جنایت د غندلو په ترڅ کښې د ایران له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
او د شمالي کوریا د خلق ملي کنګرې مشر هم د ایران ولسمشر ته په خپل پیغام کښې د اهواز ښار د شنبې ورځې ترهګره حمله په کلکه وغندله.