د اهواز په جنایت کښې داعش د الاحوازیه ترهګرې ډلګۍ مرسته کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76709-د_اهواز_په_جنایت_کښې_داعش_د_الاحوازیه_ترهګرې_ډلګۍ_مرسته_کړې
د ایران د سویل لویدیځ اهواز د ترهګرې حملې په هکله یولړ نوي اړخونه څرګند او خپاره شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2018 04:11 Asia/Kabul
  • د اهواز په جنایت کښې داعش د الاحوازیه ترهګرې ډلګۍ مرسته کړې

د ایران د سویل لویدیځ اهواز د ترهګرې حملې په هکله یولړ نوي اړخونه څرګند او خپاره شوي دي.

داعش ترهګرې ډلې چې د امریکا او عربستان ملاتړ ورته حاصل دی، پرون د یو ویډیو فایل په خپرولو سره وویل چې د دغې ډلې دریو کسانو د اهواز په ترهګر برید کښې رول درلود.

له دې مخکښې الاحوازیه ترهګرې ډلګۍ د ایران د وسله والو ځواکونو د پریډ په مراسمو کښې د اهواز ښار پر خلکو د حملې پړه منلې وه.

د داعش لخوا خپره شوې ویډیو ښودنه کوي چې د اهواز د ترهګرې حملې عاملیت د داعش او الاحوازیه ترهګرو ډلګیو لخوا یو ګډ اقدام و او دغه دواړه ډلګۍ په سعودي عربستان پورې پیئلې دي.