سپیڅلی دفاع،له ټولو دسیسوتیریدا او درهبرۍ لیدتوګه (بشپړ ریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76804-سپیڅلی_دفاع_له_ټولو_دسیسوتیریدا_او_درهبرۍ_لیدتوګه_(بشپړ_ریډیوئي_تحلیل)
داسلامی انقلاب معظم لارښود دسپیڅلی دفاع دپړاؤ له له یو شمیر قوماندانانو،مبارزانو ،سرښیندونکو او هنرمندانو سره په کتنې کې د سپیڅلی دفاع د وخت دمبارزانو خاطرې او دهغوی کورنۍ دایران دملت یوه پانګه او بې بدیله خزانه بللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2018 11:19 Asia/Kabul
  • سپیڅلی دفاع،له ټولو دسیسوتیریدا او درهبرۍ لیدتوګه (بشپړ ریډیوئي تحلیل)

داسلامی انقلاب معظم لارښود دسپیڅلی دفاع دپړاؤ له له یو شمیر قوماندانانو،مبارزانو ،سرښیندونکو او هنرمندانو سره په کتنې کې د سپیڅلی دفاع د وخت دمبارزانو خاطرې او دهغوی کورنۍ دایران دملت یوه پانګه او بې بدیله خزانه بللې .

Image Caption

 

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون مازدیګر  په دغې کتنې  کې  ، دسپیڅلی دفاع پړاؤ  دسلطې د حاکمیّت په دنیا کې  د قدرت د  معادلاتو د  حالت انځورونکی  بللې او وئیلی ئې دی ،  باید  دیوه غورځنګ په رامینځةکولو سره  دایران د ملت نه ماته خوړونکی پیغام ،مجاهدت ، له ایمانه  د  ډک روح پیغام ، دسپیڅلی دفاع  دفلمونو  او  هنری آثارو صادریدا او  دمکتبو آثارو ژباړه  نړیوالو ته ورسوو::::: 

 دسپیڅلی دفاع پړاؤ (یعنی  له ۱۹۸۰کاله تر ۱۹۸۸کال پورې   له ایران سره د عراق دبعثی  رژیة د جنګ اته کلن پړاؤ ) داسلامی انقلاب   دتاریخ  هغه طلائی  پړاؤ دی،چې نن سبا په څلویښت کلن عمر کې   په تاندوالی او غوړیدا سره تیروی .  د تپلی جنګ اته کلن پړاؤ ، د عشق او په ځان دباؤرۍ ،  سرښیندنې ، له ځانه دتیریدا، مقاومت اوشجاعت مدرسه او سکول  ؤ  او  دا ټول  داسلامی انقلاب د  ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمینی  په یادپاتیکیدونکی  یوې جملې کې  ورائښت   مومی ، چې  وئیلی ئې وو؛ مونږ کولی شو ::::

Image Caption

 

 :مونږ کولی شو،  شعار  د سپیڅلی دفاع د پړاؤ  د  اتو کلونو  یوه څرګنده ځانګړنه ده ، ځکه چې  یوۀ پلوه  دجنګ میدان ، دصدام جنایتکار رژیم او دهغه ملاتړی وو، چې  د ورځې ماډرن وسلې ئې  په لاس کې وې . دجنګ بل پلوۀ، یعنی   اسلامی جبهه   ،خو  بندیز هم ؤ  او حتی  له تر ټولو جُزءی وسایلو له ورکولو ئې هم ډډه کوله . دغه نابرابر وضعیّت  ګواکې  دسلطې  دنظام په وسیله  پر جنګ  واکمن وحشی خوی  ؤ ، خو داسلام مبارزانو  په  ایمان ،مجاهدت ،سرښیندنې  او له ځانه په تیریدا په تکیې سره ،  دعشق او ماته نه خوړونکی  مشق ولیکۀ او  د جنګ د  تر ټولو ماډرنو تجهیزاتو  او کیمیائی وسلو   په وړاندې  په مقاومت او دریدا سره  ئې  د قدرت دنړیوالې  سلطې  معادلات     سره ګډ وډ کړل .

    دسپیڅلی دفاع  په پړاؤ کې  د  حاکم ،   د :ایران دملت  ماته نه خوړل  او دمجاهدت  روح ،  دایران په اسلامی انقلاب کې   په یوه ثابت اصل بدل شوی دی .  دغه  حیاتی اصل ،   داسلامی انقلاب دتاریخ په بیلابیلو پړاؤنو کې ،د دښمنانو  نقشې او دسیسې  شنډې او ناکامې کړی دی .  د جنګ  په اته کلن پړاؤ کې   د هغه ظلم  او وحشیتوب  په وړاندې د معنویّت بریالیتوب ، چې  حتی  له کیمیائی  وسلو کارولو ئې  هم ډډه نه کوله ، اجازت ورنکړ، حتی  داسلامی ایران   دخاورې یوه چپَه ځای  هم ددښمن په نیواک کې پاتې شی .  په همدې زمینې کې ، داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ،دسپیڅلی دفاع  مبارزانو ، پخپل عمل سره ،  دهغه وخت  له معنویّت او انصافه لیرې  او  دظالمې اووحشی دنیا  یو حقیقی  تصویر  ثبت کړی ، چې  دغه انځور باید  د نړۍ  ولسونو   ته هم  وړاندې شی . :::::  

Image Caption

 

 د خاطراتو د کتاب او فلم په چوکاټ کې  د سپیڅلی دفاع  دپړاؤ دتل پاتې آثارو بیا راژوندی کول او  دنړۍ په بیلابیلو ژبو دهغو  خپرول ،  دایران دملت د معنوی  او کلتوری پیژندپاڼې  دمعرفۍ  په معنا دی څو د ټولو لپاره  ښکاره شی ، چې  دایران ملت  په تر ټولو بدو حالاتو کې حتی ،  یو ګام هم شاتګ نه دی کړی .  دغه مقاومت او کلکه دریدا  او له ځانه تیریدا،  یوه خاص پړاؤ ته مخصوصه نه  ده  او  اوس هم چې  د اسلامی انقلاب دښمنانو  دایران دتاریخ جوړونکی ملت په ضد   دباؤنه او ګواښونه زیات کړی دی ،  کارندوالی لری .  داسلامی  انقلاب د معظم لارښود په تعبیر ، هماغه ډول چې  داسلامی انقلاب په لومړنیو  کې او  دسپیڅلی دفاع  په پړاؤ  چې ،  د اسلامی انقلاب د  نوی نیالګی  د ریښو د وچولو لپاره  داستکبار نقشه  ناکامه شوی  او   شاتګ ته اړشو ،نو اوس  هم  په  خداوندمتعال  په توکل سره او  په همت او ګام  او اقدام سره ، دغه نقشه باطلیدلی شی . 

  هغه ظالمانه بندیزونه اواقتصادی جنګ چې  دامریکا حکومت  په ایجنډا کې راوستی دی ، او هیواد په هیواد ګرځی څو ایران،پخپل خیال،په ګونډو کړی ،  د سپیڅلی دفاع په  پړاؤ  کې   دسلطې دنظام   دهماغه وحشییتوب او ظلم  روده ده .  د دغه پړاؤ تجروبه  ، البته  له دغه تاریخی پیچلی  مرحلې څخه  دایران  په بریالیتوب سره  دتیریدا نښه ده او  هیڅکله هم  د ظالم په وړاندې له خپلو د ریځونو شاتګ  نه کوی .

Image Caption