دنتن یاهو ادعاګانې له ملنډو زیاتې څه نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76868-دنتن_یاهو_ادعاګانې_له_ملنډو_زیاتې_څه_نه_دي
جواد ظریف په دې خبرې سره چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو دایران دایټمی فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی ، ووئیل ، دنتن یاهو مخکینۍ ادعاګانې آژنس څیړلی دی او په بشپړ ډول ئې رد کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2018 01:39 Asia/Kabul
  • دنتن یاهو ادعاګانې له ملنډو زیاتې څه نه  دي

جواد ظریف په دې خبرې سره چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو دایران دایټمی فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی ، ووئیل ، دنتن یاهو مخکینۍ ادعاګانې آژنس څیړلی دی او په بشپړ ډول ئې رد کړی دی .

مهر خبری اژانس راپورورکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف بیګا  دامریکا   له سی بی ایس ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې   له تهران سره نزدې  د :پټ ایټمی سلاکوټ :  د شتون په  باب د صهونیسټ رژیم  د  لومړی وزیر  بینامین نتن یاهو  وروستۍ ادعا  بې اساسه او چټی بللې او وئیلی ئې دی ، بینیامین نتن یاهو  له ۱۹۹۲کال راهسې  تر دې دمه  په اسلامی ایران چټی اوتکراری  تورونه لګوی .

 جواد ظریف  په دې خبرې سره چې  دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو دایران  دایټمی  فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی ، ووئیل ،  دنتن یاهو مخکینۍ ادعاګانې  آژنس څیړلی دی او په بشپړ ډول ئې رد کړی دی .

 دایران خارجه وزیر روښانه کړې ،  دصهونیسټ رژیم  لومړی وزیر  تل  دغه شان ملنډې وهی  او چټیاتو ته ئې مخه کړې ده .

 د صهونیسټ رژیم  لومړی وزیر  په پنجشنبې ورځې   داسلامی ایران په ضد  په یوه نوی پروپیګنډیز  نمایش کې  په ملګروملتو  عمومی اسمبلۍ کې یو شمیر عکسونه  وښودل او مدعی شو چې   له تهران سره نزدې   دایټمی وسلو پټ سلاکوټ موجود دی .