د ایران خلاف د امریکې او عربستان ګډه ډرامه
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یوې نوې ډرامې کښې د عراق په سویلي ښار بصره کښې د امریکې د کنسولګرۍ د بندولو خبر ورکړ.
امریکې د دې پریکړې په توجیه کښې په بصره کښې د خپل سفارتي پلاوي غړو ته ورپیښو خطرونو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې په بصره کښې د غه هیواد د کنسولګرۍ د کارکونکو خلاف ګواښونه زیات شوي دي.
له دې ادعا سره هممهاله د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په دې خبرې سره چې ایران په مینځني ختیځ کښې بې ثباتۍ ته لمن وهي، وویل: عربستان له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکې د نوې سټراټیجۍ ملاتړ کوي.
په اسلامي کانفرنس سازمان کښې د ایران پخواني استازي صباح زنګنه د ایران او عراق د لانجمنولو لپاره د عربستان د نوې ډرامې د اړخونو په تشریح کښې وايي: داسې شواهد او مستندات شته چې ښودنه کوي سعودیان د ځینو نامعلومو ډلو په لمسولو او د واشنګټن په غږملتیا سره هڅه کوي چې د ایران خلاف تحرکات زیات کړي او دا موضوع ورته دومره مهمه ده چې د ایران خلاف یوازې په شعار ورکولو به راضي نه شي.
په بصره کښې د امریکې د کنسولګرۍ د بندولو پریکړه ښايي څو وجوهات ولري. وړومبی دا چې د ټرمپ حکومت په دې وروستیو اونیو کښې یو نوی کمپین پیل کړی چې دا څه چې د ایران پوځي فعالیت بولي، پکښې یې په نښه کړي دي. دویمه دا چې په آګست او ستمبر میاشتو کښې په بصره کښې د ځايي خلکو لخوا څو اعتراضونه د ایران د کنسولګرۍ د سوزول کیدو سبب شول او دریمه وجه ده چې ښايي ترټولو مهمه ده، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له څه باندې یو کال راهیسې دا بحث مطرح کړی چې د لګښتونو د کمولو لپاره د بصرې کنسولګري بنده کړي.
په بصره کښې د امریکې کنسولګري په کابو زرو تنو کارکونکو سره په عراق کښې ترټولو ستره کنسولګري ګڼله کیږي چې په ۲۰۱۱ کال کښې جوړه شوې ده. نیویارک ټایمز په یو رپورټ کښې ولیکل: په بصره کښې د کنسولګرۍ د خالي کیدو حکم په داسې حال کښې صادر شوی چې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د دریو پخوانیو چارواکو په وینا، د لګښتونو د کمولو لپاره د دې کنسولګرۍ د تړلو بحث له څه باندې یو کال څخه مطرح شوی و. دا کنسولګري په کال کښې لږترلږه ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت لري او ځینو دا لګښت ۳۵۰ میلیون ډالر بللی دی.
وال سټریټ جنرل هم په بصره کښې د امریکې د کنسولګرۍ بندول یو ډیر سیاسي اقدام وباله او ویې لیکل: د عراق د جنګ په اوج کښې په بغداد کښې د امریکې سفارت په ځلونو له حملو سره مخ شو خو هیڅکله ونه تړل شو.
همدا وجه ده چې د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي د ایران په کنسولګرۍ باندې د وروستي برید په یادولو سره وویل: په عراق کښې د بلالټونې او ناامنۍ د القاء او د دغه هیواد پر حکومت د دباؤ لپاره د امریکايي چارواکو ماشوم ډوله توجیهات ښه په ډاګه دي.
جوته ده چې امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو په لټه کښې ده او د سیمې د هر هیواد په چارو کښې د لاسوهنې لپاره به له هیخ اقدامه ډډه ونه کړي. د ایران اسلامي جمهوریت په سفارتکارانو او سفارتي ودانیو هر ډول تیری غندي او په بصره کښې د امریکې د کنسولګرۍ د بندیدو خندونکې توجیه چې د څو اونیو له تبلیغاتو او په ایران او عراقي ځواکونو باندې له چټي تورونو وروسته یې کړې، یو تبلیغاتي جنجال جوړونکی، د نورو ملامتونکی او شکمن اقدام ګڼي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*