امریکا داسلامی انقلاب د ځوانانو له لاسه درنده څپیړه خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77001-امریکا_داسلامی_انقلاب_د_ځوانانو_له_لاسه_درنده_څپیړه_خوړلې
داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2018 08:21 Asia/Kabul

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ

 

Image Caption

 

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی انقلاب معظم  لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای  نن  دتهران په آزادی سټیډیم کې  دلسګونو زره  بسیجیانو په ولولناکې غونډې  کې په خپلې وینا کې وفرمائیل  دنن ورځې  دغې سترې غونډې  او ولولناکو لسګونو زروبسیجی  ځوانانو دغه جذبه او ولوله  د شپیتمې لسیزې  دهغې ولولناکې غونډې یاد تازه کړې ،  چې په همدغه سټیډیم کې  ځوانان راغونډ شوی وو او  خپل قدرت او اقتدار ئې د طاغوت  په مخ په څپیړې وهلو سره  نندارې ته وړاندې کړی ؤ  او ان شاءا....  تاسو ځوانان  به  په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې  په وړاندې ئې لرۍ  هم بریالی شئ .

Image Caption

 

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې  وفرمائیل ؛  له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې  دی او دا په حقیقت کې   دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ   زینبی کردار اداکړئ چې حتما  به بریالی  شئ

Image Caption

 

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې  وفرمائيل ؛  له عاشورا وروسته ډيرې مهمې شپې ورځې  دي او دا په حقیقت کې   دزینبي حماسې شپې ورځې دي چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ   زینبي کردار اداکړئ چې حتما  به بریالي  شئ.

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همدرااز ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان  په چټي   خیالاتو سره  دایران د حالاتو او د خپل قدرت  د بشپړ اپوټه  انځورونې  په لټه کې دي ،  زیاته کړې ، دهیواد ملی اقتصاد بندیزونه  له ماتې سره مخامخ کولی شي  او  دخداوندمتعال  په قدرت اوحول  و قوه الهي  سره  به    بندیزونه ناکام کړو او  دبندیزونو ناکامي ، د امریکا د ناکامۍ په معنا  دی او امریکا باید  په دغې ماتې سره   دایران دملت په لاس یوه بله څپيړه وخوري .

Image Caption

 

   داسلامی  انقلاب معظم لارښود   دامریکا  لیبرل ډيموکراسۍ شرمیدا  او  په دنیا کې  پر هغو دنیوکو  دودیدا ته په ا شارې سره  وفرمائيل ؛ په همدې دلیل ده چې  امریکا  په  ډيرو مالی توانمنیو او پرمختللو  ټيکنالوجیو او ایټمی قدرت   درلودلو سره سره ،  د عراق ، سورئې ، لبنان، پاکستان او افغانستان  په څير  په  ډيرو سیمو کې  ماته خوړلې او  نوره ماتې او ناکامۍ  هم دامریکا په تمه دي .

  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د امریکا او انګلستان له ظالمانه سلطې څخه   دایران  نجات  داسلامی جمهوری نظام  داقتدار  داثبات لپاره  کافی  وبالۀ او وې فرمائيل ؛  دایرن  دملت ماته نه خوړل  د  ګران اسلام  دبرکت له امله  دي او دغه ماته نه خوړل   په اسلامی انقلاب ،په سپيڅلی دفاع  او هم په تیرو څلویښتو کلونو کې ددستو دسیسو په مقابل کې   د دغه ستر ملت په بریالیتوب او مقاومت کې لیدلی شو .

Image Caption

 

دوي  همداراز   دامریکا د ولسمشر زړه خوشالول ، دایران دملت او اسلامی انقلاب  او  د دغه ملت د انقلابی او  ایماني روحیې د نتیجې  نه منل   وبلل او ټينګار ئې وکړ ، دغه غلط تحلیل ،   په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو  دګمراهۍ لامل شوی  چې باید  په دې دلیل د خداوندمتعال  شکر اومنندوي ووسو ، چې   دایران دملت  دښمنان  ئې نادان  او احمقان  ګرځولي دي .

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  په دې په ټينګار سره چې  داستکبار موخه ، دایران د اسلامی  اقتدار  عناصرو ته   ګوزار ورکول دي ،  ووئيل ،    ټولنیز  ثبات او دوام ئې  ،ملی وحدت  او امنیت   ،  داسلامی  انقلاب اصولو او اساس ته پابندي ، دعلمی پراختیا  د مخ په  وده پرمختګ  دحرکت دوام ، داسلامی  اوانقلابي  کلتور ژورتیا او پراختیا،دفاعي او  توغندوي پرمختګ  او په سیمې کې د شتون پراختیا ،  داسلامی جمهوری اقتدار  عناصر دي او  دښمنان  دقدرت دغو عناصرو ته   په ګوزار ورکولو پسې دي .

Image Caption