دجامعې ایټمی موافقې لغوه کول به خطرناکې پائیلې ولری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77018-دجامعې_ایټمی_موافقې_لغوه_کول_به_خطرناکې_پائیلې_ولری
، اروپائی اتحادیه غواړی ، د نوی مالی اورګان دتاسیس له لارې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دایران د وتلو مخنیوی وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2018 01:59 Asia/Kabul
  • دجامعې ایټمی موافقې لغوه کول به خطرناکې پائیلې ولری

، اروپائی اتحادیه غواړی ، د نوی مالی اورګان دتاسیس له لارې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دایران د وتلو مخنیوی وکړی .

 زمونږخبریال د ټاګس شپیګل  خپرونې له قوله راپورراکړ د  جرمنی  خارجه وزیر  هایکو ماس  له خپل امریکائی  همڅنګ   مائیک پمپئو سره  په  واشنګټن کې   په کتنې کې  له ایران سره د خپلو  شرکتونو  او کمپنیانو په تجارتی  مناسباتو کې  دامریکا  دبندیزونو د مخنیوی په خاطر     د نوو مکانیزمونو  درامینځةکولو لپاره د اروپائی اتحادئې  هڅې ته په اشارې سره ووئیل ،  اروپائی اتحادیه غواړی ،  د نوی مالی اورګان  دتاسیس له لارې  له جامعې  نړیوالې ایټمی موافقې دایران د وتلو  مخنیوی وکړی . 

 دجرمنی  خارجه  وزیر  همداراز د  ایران په باب د  ادعاګانو په تکرارولو سره ووئیل ، ایران باید  خپل بالسټیک توغندوی پروګرام   خپل تیر وخت ته وګرځوی او باید له سورئې ووځی .

   له سورئې   دایران دوتلو دضرورت  په باب دجرمنی دخارجه وزیر ادعا  په داسې حال کې  ده چې  دایران داسلامی جمهوریت  پوځی سلاکاران  په سورئې کې  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې د دغه هیواد دحکومت  په رسمی غوښتنې سره  شتون لری .

  هایکو  ماس همداراز  په سورئې کې  په پوځی عملیاتو کې د جرمنی  ګډون  غیر حقیقت پال وبالۀ او وې وئیل ،   دغه اقدام د جرمنی دپارلیمان  تصویبیدا ته هیڅ ضرورت  نه لری .

په همداوروستیو میاشتو کې  د امریکا حکومت   په سورئې  د  جرمنی ، فرانسې ، بریتانیا اوامریکا  دګډې پوځی حملې غوښتنه کړې ، خو  دجرمنی چارواکو په کرتو وئیلی دی ،  چې دغه هیواد  د پارلیمان له  تصویب پرته  په دغو پوځی عملیاتو کې ګډون نشی کولی .