معظم رهبر: په هېواد کښې نه هوارېدونکے هيڅ بندون او مشکل نشته
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ايران د درې واړو قواؤ د مشرانو په غونډه کښې تاکيد وکړ، په هېواد کښې هيڅ نه هوارېدونکے مشکل او بندون وجود نه لري.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي بېګا د اقتصادي مسائلو د څېړنې په موضوع سره د ايران د درې واړو قواو د مشرانو په کتنه کښې د قواؤ د مشرانو او د اقتصادي غږملتيا د عالي شورا د غړيو له هلوځلو څخه په قدرونې سره د دغه هېواد اصلي دنده په اقتصادو کښې سترې او لار خلاصونکې فېصلې وبللې او تاکيد يې وکړ، د هېواد د روانو اقتصادي مشکلاتو هوارے او د خلقو د عامه ضرورتونو پوره کول جهادي کار او غېر معمولي هلوځلو ته اړتيا لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اقتصادي غږملتيا د عالي شورا غړيو ته د هېواد د مهمو اقتصادي مشکلاتو او اصلي مسائلو په اړه د پرېکنده او لارخلاصونکو فېصلو د غوره کولو سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه، د بېنکي او نغدي سېسټم ، روزګار، ګرانۍ او د بودجې برابرولو د چلند په شان ځينو اصلي مسائلو په اړه پکار دي جدي او عملياتي فېصلې وکړې شي.
دوي درې واړه قوې په تېره بيا حکومت د زړۀ سواندو اقتصاد پوهانو او د خصوصي څانګې د فعالانو له نظرياتو او حل لارو څخه استفادې ته راوبلۀ او وې فرمايل: د هېواد اوسني حالات د دې سبب شوي دي چې زړۀ سواندي پوهان او فعالان د څو چنده ذمه وارۍ احساس وکړي او علمي او تجربي ظرفيتونه او شتمنۍ چارواکو ته وړاندې کړي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د هېواد د اقتصادو په «داخلي او جوړښتي» او «د امريکې د ظالمانه بنديزونو په وجه په پېدا شويو مسائلو» باندې د اقتصادي مشکلاتو په وېشلو سره زياته کړه، له دغو دواړو برخو څخه له هرې برخې سره په مخامخېدنه کښې پکار دي عاقلانه حل لارې غوره کړې شي چې نتيجه يې د خلقو د ژوندد مشکل پائېدار هوارے او د بائيکاټ د حربې له اثر کولو څخه د دښمن نااميده کېدل وي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د درې واړو قواؤ او د هېواد د مختلفو ادارو د ملګرتياو په لازموالي باندې په تاکيد سره واضحه کړه، د خلقو او چارواکو په عزم او ارادې سره او د ايراني ځوانانو او پوهانو له بې بديله ظرفيت څخه په استفادې او د هېواد د ځانګړو ظرفيتونو او سرچينو په فعالولو سره به په يقيني توګه داخلي او تپل شوي مشکلات هوار شي.