په استنبول کښې د ايران، ترکيې او آذربائيجان جمهوريت درې اړخيزه غونډه
د ايران، ترکيې او آذربائيجان جمهوريت د خارجه وزيرانو شپږمه درې اړخيزه غونډه سبا په استنبول کښې جوړيږي.
د ترکيې خارجه وزارت د يوې بيانيې په جاري کولو سره اعلان وکړ: محمد جواد ظريف، مولود چاووش اوغلو او المار محمد ياراف د استنبول په درې اړخيزه غونډه کښې د درې واړو هېوادونو د ملګرتياو د پراختيا د لارو چارو او فرصتونو او د سيمې د وروستيو بدلونونو څېړنه کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف د استنبول د غونډې په اړه وائي:
«د دغو غونډو جوړېدل يو ښه نوښت دے، ځکه چې په صنعتي، بېنکي او تجارتي ډګرونو کښې د درې واړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا لپاره ډېرې زياتې زمينې موجودې دي. د درې واړو هېوادونو ترمېنځ سياسي صلاح مشورې او تجارتي، اقتصادي او بېنکي ملګرتياوې د سبانۍ درې اړخيزې غونډې اېجنډا ده.»
په استنبول کښې د ايران د اسلامي جمهوريت، ترکيې او آذربائيجان جمهوريت د خارجه وزيرانو درې اړخيزه غونډه له هغو غونډو څخه بللې شوو چې د غږملي او ګډ راتلونکي لپاره د درې اخيزې ملګرتيا چوکاټونه رامنځته کولي شي. په حقيقت کښې د استنبول درې اړخيزه غونډه د سياسي غږملتيا په لور د اقتصادي غږملتيا د حرکت په چوکات کښې بيانولې شوو.
د دا ډول غونډو جوړېدل دا امکان رامنځته کوي چې له ديني او تاريخي مشترکاتو څخه له رامنځته شويو فرصتونو څخه د دغو درې واړو هېوادونو د خلقو د ترقۍ، پرمختګ، سوکالۍ او رفاه لپاره استفاده وشي. له دې نه علاوه درې اړخيزه ملګرتيا د سيمه ايزې صلحې او ثبات د پياوړتيا او د سيمه ايزې ملګرتيا په قالب کښې د تعلقاتو او ارتباطاتو د پراختيا لپاره يو مناسب بنياد رامنځته کولې شي.دغه بنياد د سيمه ايزې صلحې او ثبات د خدمت ظرفيت لري. په عين حال کښې په دې کښې شک نشته چې د سيمه ايزو لانجو صلح ايز او عادلانه هوارے د سيمه ايزو ملګرتيا له لارې ترلاسه کېدې شي.
په دې لړ کښې په ترکيې کښې د ايران پخوانے سفير او د قفقاز د مسائلو کارپېژاندے فيروز دولت آبادي وائي:
« قفقاز سيمه د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرني سياست يوه ډېره مهمه سيمه ده. په قفقاز سيمه کښې د سياسي نفوذ معنا په تور سمندر او د قفقاز او کېسپيئن سمندر د شمال په سيمو کښې ډېر مطمئن نفوذ دے. دغه سيمه په تاريخي صورت کښې له اروپا سره د ايران د تعلقاتو په راتلونکي او په کېسپيئن سمندر او قفقاز کښې د تېلو او انرجۍ د ملګرتياو په راتلونکي کښې يو خاص اهميت لري.
په اقتصادي او سياسي چوکاټونو کښې سيمه ايزې ملګرتياوې تل د خپلو ملي ګټو او اهدافو په مخ بيائلو لپاره د هېوادونو د بهرني سياست يوه ترجيح ده چې اهداف او ګټې د طرفېنو د ګټو له نظره په يو لړ چوکاټونو کښې تعريف کېدې شي. ځکه چې په سيمه ايزه فضاء کښې د د خواو د ګټو د پالېسۍ په بنياد ملګرتيا د ګاونډي هېوادونو ترمېنځ په ټولو زمينو کښې د امنيت د ودې او ترقۍ سبب کېدې شي.
په مجموعي توګه د ايران، ترکيې او آذربائيجان جمهوريت درې واړو ګاونډي هېوادونو په تعلقاتو کښې دوستانه فضاء ته په پام سره دا هيله کيږي چې د استنبول غونډه د دغې سيمې د هېوادونو د ګتو او اهدافو د پوره کولو ترڅنګه دغه هېوادونه د درې واړو هېوادونو د غوښتنو د پوره کېدو لوري ته يو تازه ګام په وړاندې بوځي.
------------