د ايران خارجه وزير ترکيې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77816-د_ايران_خارجه_وزير_ترکيې_ته_لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ډي اتۀ ډلې غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په اتلسمه غونډه کښې د ګډون لپاره پرون د ترکيې انتاليا ښار ته لاړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 03, 2018 01:13 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير ترکيې ته لاړ

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ډي اتۀ ډلې غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په اتلسمه غونډه کښې د ګډون لپاره پرون د ترکيې انتاليا ښار ته لاړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې دغه غونډه نن د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف په ګډون سره د ترکيې په آنتاليا ښار کښې جوړيږي.

پرون هم د ډي اتۀ ډلې د غړيو هېوادونو د تخصصي او کارپېژندنې د کمېشن يوڅلوېښتمه غونډه په آنتاليا کښې وشوه او پکښې ګډون کونکو کارپېژاندو د نننۍ غونډې مصوبې او د بيانيې متن برابر او تدوين کړ.دغه غونډه به دوه ورځې جاري وي.

ډي اته ډله د ودې په حال کښې په اتو اسلامي هېوادونو مشتمله ده چې په نړيوالو بازارونو کښې د مضبوطو اقتصادي تعلقاتو د رامنځته کېدو په خاطر جوړه شوې ده. ايران، انډونېشيا، بنګلادېش، پاکستان، ترکيه، ملېشيا، مصر او نائجېريا د ډي اته غونډې غړي دي.