قدرتمن او ارامه عراق په قدرت سره د دښمانانو په وړاندې ودریږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78220-قدرتمن_او_ارامه_عراق_په_قدرت_سره_د_دښمانانو_په_وړاندې_ودریږی
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون دعراق له ولسمشر «برهم صالح »او ورسره پلاوی سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د بدغواړو له دسیسې سره د مقابلې او په مشکلاتو د غلبې لاره په هیواد کښې د ملی اتحاد ساتل ، د دوست او دښمن په سم ډول پیژندل او د بې حیا دښمن په وړاندې مقاومت کول او په ځوان ځواک تکیه کول او له مرجعیت سره د ارتباط ساتل او پیاوړی کول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • دسیسو سره د   مقابلې یوازنې لاره د عربانو ، کردانو ، دشیعه او دسني په شمول دعراق د ډلو ترمینځ د اتحاد ساتل او پیاوړي کول دي .
    دسیسو سره د مقابلې یوازنې لاره د عربانو ، کردانو ، دشیعه او دسني په شمول دعراق د ډلو ترمینځ د اتحاد ساتل او پیاوړي کول دي .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون دعراق له ولسمشر «برهم صالح »او ورسره پلاوی سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د بدغواړو له دسیسې سره د مقابلې او په مشکلاتو د غلبې لاره په هیواد کښې د ملی اتحاد ساتل ، د دوست او دښمن په سم ډول پیژندل او د بې حیا دښمن په وړاندې مقاومت کول او په ځوان ځواک تکیه کول او له مرجعیت سره د ارتباط ساتل او پیاوړی کول دی .

د مشر تابه ستر  مقام په عراق کښې د پارلمان دانتخاباتو په بریالیتوب سره په ترسره کیدا او د ولسمشر ، لومړی وزیر او دنورو چارواکو په انتخابیدا او د ثبات په رامینځته کیدا خوښې څرګندولو سره وویل د عراق ملت اوس د ظلمونو له پړاونو وروسته د هیواد خاوند دی او خپلواکۍ او د رایو د ورکولو او انتخابولو  حق لری خو  ځینې بد غواړی هیوادونه او حکومتونه کوشش کوی چې د عراق خلک ددغه سترې بریا او د بریالیتوب خوند ونه څکی او عراق او سیمه ارامښت ونه وینی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی  سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له دغو دسیسو سره د   مقابلې یوازنې لاره د عربانو ، کردانو ، دشیعه او دسنی په شمول دعراق د ډلو ترمینځ د اتحاد ساتل او پیاوړی کول دی .

هغه حضرت د  دوست او د دښمن په دقیق او سم ډول  پیژندل په بهرنی سیاست کښې ډیر مهم وبلل او جوته یې کړه د سیمې او له سیمې وراخوا ځینې حکومتونه له اسلام ، شیعه او سنی  او عراق سره سخته کینه او بغض لری او هغوې دعراق په کورنیو چارو  کښې لاسوهنه کوی چې باید دهغوې په مقابل کښې په قدرت سره مقاومت وکړو او د بې حیا دښمن په وړاندې د مقاومت په اړه باید هیڅکله ملاحظه ونکړو .

داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت  چارواکی له عراق سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره ډیر هوډمن او پیاوړی دی او زه په دغه موضوع ژور  اعتقاد لرم وویل ګران، پیاوړی، خپلواکه او پرمختللی عراق د ایران لپاره ډیر ګټور دی او مونږ به دعراق دخلکو په څنګ کښې وو .

هغه حضرت دغه راز د روان کال د  حسینی اربعین په لاریون کښې دایران څه دپاسه دوه(۲) میلیونه زیارتوالو شتون ته په اشارې سره وویل د ایران دټولو زیارتوالو زړونه له  زیارتونو راستنیدا وروسته د عراق دخلکو له میلمستیا څخه له مننې ډک وو او دا د ایران دخلکو په کوربه توب کولو کښې دعراق دخلکو د ډیر ستر توب نښه ده .