د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس په تهران کښې شروع شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78395-د_اسلامي_وحدت_دوه_دېرشم_نړيوال_کانفرنس_په_تهران_کښې_شروع_شو
د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس نن «قدس د امت د وحدت محور» په شعار ، د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په وېنا او د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د ټولنې د مشر آيت ا... محسن اراکي په شتون سره په تهران کښې شروع شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2018 08:49 Asia/Kabul
  • د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس په تهران کښې شروع شو

د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس نن «قدس د امت د وحدت محور» په شعار ، د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په وېنا او د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د ټولنې د مشر آيت ا... محسن اراکي په شتون سره په تهران کښې شروع شو.

په دغه کانفرنس کښې د نړۍ له سلو هېوادونو څخه له درې سوو نه زيات عالمان، متفکران، سياستدانان او هنرمندان ګډون کوي.

د دغه کانفرنس د پروګرامونو يو خصوصيت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د اسلامي جمهوري نظام د کاميابيو بيانول دي.

سږ کال به د «فلسطين او د پېړۍ معامله»، «فلسطين او قدس شريف» او « فلسطين او د ستنېدو حق» په عنوانونو سره د فلسطين په اړه درې کمېشنونه جوړ شي.

د اسلامي وحدت د دوه دېرشم کانفرنس نور کمېشنونه په دا ډول دي: « د مسلمانو ښځو د اتحاديې ناسته»، «د بنيادي نزدېکت او د وحدت د ډېپلومېسۍ د سټراټيجکې اجرا د جمعيتونو د رول کمېشن»، « د نېکو کوششونو کمېشن» او «د نبوي ساداتو د اتحاديې ناسته»