روحاني: ايران د ټولو مسلمانانو لوري ته د دوستۍ لاس غزوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78430-روحاني_ايران_د_ټولو_مسلمانانو_لوري_ته_د_دوستۍ_لاس_غزوي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ايران د ټولو مسلمانانو لوري ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس غزوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2018 12:16 Asia/Kabul
  • روحاني: ايران د ټولو مسلمانانو لوري ته د دوستۍ لاس غزوي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ايران د ټولو مسلمانانو لوري ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس غزوي.

ډاکټر حسن روحاني نن د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره  د نظام د چارواکو، د اسلامي وحدت په دوه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې د شرکت کونکو مېلمنو، د اسلامي هېوادونو د سفيرانو او د خلقو د  مختلفو پرګنو په کتنه کښې د معظم رهبر له وېنا نه مخکې وويل: دښمنان غواړي ايران پکار دي له اسلامي انقلاب نه د مخکې کلونو په شان عمل وکړي او د سيمې له مظلومانو څخه ملاتړ ونه کړي خو اسلامي جمهوريت د اسلام له قدرمن پېغمبر (ص) څخه په پېروۍ سره د قوتونو له تکفير او بائيکاټ څخه نه ويريږي.

ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې ايران ګاونډيان خپل وروڼه ګڼي او د سيمې امنيت خپل امنيت بولي د تکفيريانو په ذريعې سره د سيمې د ناامنه کولو او د ايران په ستر ملت باندې د دباو روړلو لپاره د مستکبرانو  هلې ځلې ناکامه وبللې او واضحه يې کړه، په سيمه کښې فرېبکاره نژاد پرستان هره ورځ د فلسطين خلق قتل عام کوي او د يمن په خلقو بمبارۍ کوي.د ايران ولسمشر همدارنګ د اورپکو مسيحيانو، يهوديانو او مسلمانانو ملګرتيا ته په اشارې سره وويل، نن يو شمېر کسانو په تکفيري شعارونو سره ټولنه او سيمه ناامنه کړې او د اسلام او قرآن په نامه يې د خلقو ځانونه، امنيت، ناموس او تمدني اثار تباه کړي دي.ولسمشر تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت غوښتنه، اتحاد، يووالے، رحمت او حکمت دے او د ټولو لپاره  د دغو ارزښتونو حاصلول يوازې د خداے د ګران رسول (ص) تر چتر لاندې امکان لري.