دایران په لویدیځ اوشمال لویدیځ کې ددښمنانو۷۷ دسیسې شنډې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78471-دایران_په_لویدیځ_اوشمال_لویدیځ_کې_ددښمنانو۷۷_دسیسې_شنډې_شوی_دی
دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دهوافضا ځواک قوماندان د ایران په پوځی حوزې کې پرمختګونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسلامی ایران د وسلو او پوځی حوزې کې بریالی دی او په مځکنی ، سمندری او هوائی برخو کې ئې ډیرې مهمې بریاوې ترلاسه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2018 09:17 Asia/Kabul
  • دایران په لویدیځ اوشمال لویدیځ کې ددښمنانو۷۷ دسیسې شنډې شوی دی

دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دهوافضا ځواک قوماندان د ایران په پوځی حوزې کې پرمختګونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسلامی ایران د وسلو او پوځی حوزې کې بریالی دی او په مځکنی ، سمندری او هوائی برخو کې ئې ډیرې مهمې بریاوې ترلاسه کړی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی،  د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار امیر علی  حاجی زاده  د اصفهان  ولایت  دفلاور جان ولسوالۍ د یو زر څلور سوه  شهیدانو  دملی کنګرې په دستورو کې  وئیلی دی ، د روان کال له مارچ میاشت راهسې تر دې دمه  د  ایران په لویدیځی اوشمال لویدیځی پولو کې  د دوښمنانو  اوه اویا  سپیرۀ عملیات او دسیسې  شنډې کړائ شوی دی . 

 هغه زیاته کړې  له  ایرانه دامنیت د  خوند په اخستو کې د آل سعود ، اماراتو اوصهونیسټی رژیم پیټروډالروڅخه  استفاده  په بشپړ ډول بې نتیجې  ده .

  سردار حاجی زاده  ټینګار کړی ،  دایران  وسلوال ځواک   په ځیرو او  هوښیارو  کړنو سره   سپیرو موخو ته درسیدا  په لاره کې  دښمن په بشپړ ډول ناکام کړی دی .

 دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دهوافضا ځواک قوماندان د ایران په پوځی حوزې کې  پرمختګونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ، اسلامی ایران   د وسلو او پوځی حوزې  کې  بریالی دی او    په مځکنی ،  سمندری او هوائی  برخو کې ئې  ډیرې مهمې بریاوې  ترلاسه کړی دی . 

 سردار  حاجی زاده  د امریکا  په وسیله دایران په ضد بندیزونو ته  په اشارې سره  وئیلی دی ،  ایران  داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هماغه  لومړنی پړاؤ کې  د وسلو په وارداتو کې له بندیز سره مخامخ  ؤ او  اوس هم د هغوی  دصادراتو په حوزې کې  له بندیز سره مخ دی  خو  دغه بندیزونه  ئې تل په فرصتونو بدل کړی دی  .