دایران په لویدیځ اوشمال لویدیځ کې ددښمنانو۷۷ دسیسې شنډې شوی دی
دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دهوافضا ځواک قوماندان د ایران په پوځی حوزې کې پرمختګونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسلامی ایران د وسلو او پوځی حوزې کې بریالی دی او په مځکنی ، سمندری او هوائی برخو کې ئې ډیرې مهمې بریاوې ترلاسه کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی، د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د اصفهان ولایت دفلاور جان ولسوالۍ د یو زر څلور سوه شهیدانو دملی کنګرې په دستورو کې وئیلی دی ، د روان کال له مارچ میاشت راهسې تر دې دمه د ایران په لویدیځی اوشمال لویدیځی پولو کې د دوښمنانو اوه اویا سپیرۀ عملیات او دسیسې شنډې کړائ شوی دی .
هغه زیاته کړې له ایرانه دامنیت د خوند په اخستو کې د آل سعود ، اماراتو اوصهونیسټی رژیم پیټروډالروڅخه استفاده په بشپړ ډول بې نتیجې ده .
سردار حاجی زاده ټینګار کړی ، دایران وسلوال ځواک په ځیرو او هوښیارو کړنو سره سپیرو موخو ته درسیدا په لاره کې دښمن په بشپړ ډول ناکام کړی دی .
دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دهوافضا ځواک قوماندان د ایران په پوځی حوزې کې پرمختګونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسلامی ایران د وسلو او پوځی حوزې کې بریالی دی او په مځکنی ، سمندری او هوائی برخو کې ئې ډیرې مهمې بریاوې ترلاسه کړی دی .
سردار حاجی زاده د امریکا په وسیله دایران په ضد بندیزونو ته په اشارې سره وئیلی دی ، ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هماغه لومړنی پړاؤ کې د وسلو په وارداتو کې له بندیز سره مخامخ ؤ او اوس هم د هغوی دصادراتو په حوزې کې له بندیز سره مخ دی خو دغه بندیزونه ئې تل په فرصتونو بدل کړی دی .