د امریکا له بایکاټونو سره د مقابلې لارې چارې موجودې دی
د امریکا له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د بانکی او پیسو تړونونو په شمول د اقتصادی ملګرتیاو په اړه ښه وړاندیزونه مطرح شول
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی د هیوادونو پرضد د امریکا له بایکاټونو سره د مقابلې اقتصادی ملګرتیاوې او د ژواک چاپیریال او انرژۍ بحث د ترکیې په استنبول کی د اسیایی پارلیمانونود عمومی اسمبلۍ په غونډې کې مطرح شوی موضوګانې وبللې .
ښاغلې لاریجانی چی په استنبول کې د اسیایی پارلیمانونو د عمومی اسمبلۍ په یولسمه غونډه کې له ګډونه وروسته په تهران کی خبریالانو ته وویل د امریکا له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د بانکی او پیسو تړونونو په شمول د اقتصادی ملګرتیاو په اړه ښه وړاندیزونه مطرح شول .
د ایران د اسلامی شورا مشر پر دې په ټینګار سره چی د اسیایی پارلیمانونو عمومی اسمبلۍ د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره ډیر ظرفیتونه لری وویل په دغه اسمبلۍ کې د انرژۍ او ژواک چاپیریال په موضوګانو کې د اسیایی هیوادونو له ظرفیتونو د استفادې په اړه هم خبرې اترې وشوې .
د اسیایی پارلیمانونو د عمومی اسمبلۍ یولسمه غونډه پرون مازیګر د ۲۳ هیوادونو په ګډون د ترکیې په استنبول کې ترسره شوه .