سعودیان په ایران کښې د وراني پلاننګ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78558-سعودیان_په_ایران_کښې_د_وراني_پلاننګ_کوي
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې ویلي چې سعودیان د ایران خلاف د خرابونکو امنیتي او اقتصادي اقداماتو پلاننګ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2018 02:21 Asia/Kabul
  • سعودیان په ایران کښې د وراني پلاننګ کوي

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې ویلي چې سعودیان د ایران خلاف د خرابونکو امنیتي او اقتصادي اقداماتو پلاننګ کوي.

د ایرنا د رپورټ له مخې په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ په دغه لیک کښې د ایران دننې ته د نښتې د غزولو په هکله د سعودي چارواکو څرګندونو ته اشاره وکړه او په ایران کښې د ورانونکو اقداماتو لپاره له ځینو ترهګرو ډلو د عربستان ملاتړ یې د دغه هیواد د خرابونکي کړچار یوه څرګنده نمونه وبلله.

په دغه لیک کښې د هغو مهمو اطلاعاتو یادونه هم شوې چې د ایران د اقتصاد د خرابولو او هم د ترهګرو په اجیر کولو سره د ایراني چارواکو د وژلو لپاره د سعوديانو د پلان په لړ کښې خپاره شوي دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ همداراز په یمن کښې د عربستان جنایتونه ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه دې عربستان د هغه د جنګي جنایتونو بندولو ته مجبور کړي او د دغو جنایتونو پوښتنه دې ترې وکړي.