د حج په چارو کښې د ايران او ترکيې ملګرتيا زياتيږي
د ايران د حج او زياراتو په چارو کښې د ولي فقيه استازي د حج د چارو په زمينو په تېره بيا په اجرائي موضوعاتو کښې له ترکيې سره د تعلقاتو د پراختيا خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام سيد علي قاضي عسکر پرون په تهران کښې د ترکيې د ديانت يا د حج او زياراتو د ادارې د مشر علي ارباش او ورسره د پلاوي په کتنه کښې د ځينو کلتوري او اجتماعي مشترکاتو په بيانولو سره د حج د مسائلو په زمينه کښې د دواړو هېوادونو تعلقات په ډېرې اوچتې سطح کښې وبلل.
قاضي عسکر د دې په بيانولو سره چې د ايران او ترکيې تعلقات له تېرو کلونو نه تر اوسه پورې پراخه شوي او ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دي زياته کړه، دواړه هېوادونه د حج په لړ کښې د زدکړو، خدماتو، روغتيا او اقتصادي زمينو کښې له يوبل سره ډېرې ښې ملګرتياوې لرلې شي.
د ترکيې د ديانت ادارې مشر هم د ايران د حج او زياراتو د ادارې د چارواکو د مېلمستيا په قدرونې سره وويل، ترکيه او ايران د اسلامي هېوادونو ترمېنځ له هغو هېوادونو څخه دي چې هر کال زيات شمېر زائرين سعودي ته ليږي، له دې له دې امله پکار دي د ځينو مسائلو د هواري او په ښه ډول د حج د مناسکو د ترسره کېدو لپاره خپلې تجربې يو بل ته منتقلې کړي.تېر کال تقريباً۸۶ زره ايراني زائرين د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره سعودي ته لاړ.