هیڅ پریکړه لیک د ایران په توغندوي ازموینو بندیز نه دی لګولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78607-هیڅ_پریکړه_لیک_د_ایران_په_توغندوي_ازموینو_بندیز_نه_دی_لګولی
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې هیڅ کوم پریکړه لیک د ایران په توغندوي پروګرام یا یې د میزائلونو په ازموینې بندیز نه دی لګولی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 02, 2018 15:50 Asia/Kabul
  • هیڅ پریکړه لیک د ایران په توغندوي ازموینو بندیز نه دی لګولی

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې هیڅ کوم پریکړه لیک د ایران په توغندوي پروګرام یا یې د میزائلونو په ازموینې بندیز نه دی لګولی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي نن د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د دې ادعا په غبرګون کښې چې د ایران توغندوي ازموینې یې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي بللې، څرګنده کړه: د ایران توغندوي پروګرام دفاعي ماهیت لري او د هیواد د اړتیاؤ په اساس پلانیږي.

قاسمي د امریکې خارجه وزیر ته په خطاب کښې زیاته کړه: په زړه پورې او البته د خندا وړ خبره دا ده چې په هغه پریکړه لیک استناد کوې چې له ایټمي موافقې د امریکې په یواړخیزې او غیرقانوني وتنې سره یې نه یوازې په خپله د هغه خلاف ورزي کړې بلکې نور یې هم خلاف ورزي ته هڅوي او حتی د نه اجرا کولو په بڼه کښې یې په بایکاټولو ګواښي.