د محصیل ورځ یعنی دلیندۍ شپاړسمه (له امریکادبیزارۍورځ)(2)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78662-د_محصیل_ورځ_یعنی_دلیندۍ_شپاړسمه_(له_امریکادبیزارۍورځ)(2)
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دمحصیل دورځې په مناسبت دپروګرام له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2018 12:55 Asia/Kabul

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دمحصیل دورځې په مناسبت دپروګرام له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .

                خوږو دوستانو د لیندۍ دمیاشتې دشپاړسمې  نیټې واقعې  د  امریکا له سلطې سره  په مقابلې کې  دایران دملت ویښتیا او ځيرتیا  نندارې ته وړاندې کړه  او  امریکااو په سیمې کې د امریکالاسپوڅو  اوتالی څټو ته ئې وښودله چې له نړیوال استکبار سره  د ایران د ملت مبارزه یو تل پاتې بهیر دی .دغه بهیر،داسلامی انقلاب دتاریخ  په هرې مرحلې او درستو اړخونو کې له استکبار سره په مقابلې کې  دایران دملت  د پوهیدا اوځيرتیا  نښه ده .

                      دایران دملت  له نړیوال استکبار سره  دمقابلې او مبارزې روحیّه ،   د لړم دمیاشتې د دیارلسمې ،یعني  له نړیوال استکبار سره دمبارزې  د ورځې په څير  په مناسبتونو کې  سسټماټیک شوې  ده . 

دایران یو پخوانی ډيپلوماټ سید حسین موسویان  دامریکا  په المانیتور  خپرونې کې په یوې مقابلې کې په امریکا دایران دبې باورۍ د دلیلونو او علتونو په ارزونې سره لیکي ؛

 امریکا او لویدیځي حکومتونو له پاچا رژيمه ترکابو پنځه ویشتو کلونو پورې هراړخیز ملاتړ وکړ ،داسې ملاتړ چې  دایران  ولس  ئې  اساسی بدلونونو  ته  وهڅاوۀ.   په ۱۹۷۹کال کې  دایران  اسلامی انقلاب ،   ایران سره دلویدیځ  دکړچار  یوه طبیعي  نتیجه وه .  داسلامی انقلاب  له  وخت څخه ، هم   دایران په وړاندې دامریکا  اصلي سیاست  له مخالفوډلو څخه دملاتړ ،بندیزونو او دمنزوي کولو په څير  دقهرجنو  آوزارونو له لارې  دحکومت پر بدلولو متمرکز  شوي دي .

               د ایران له اسلامی انقلابه وروسته ډیرو لویدیځي حکومتونو  په یواړخیز ډول  دهغو تړونونو په نسبت  چې  له ایران سره ئې درلودل  خپلې ژمنې څنګة کړې  او  دغه هیواد ئې دنامکملوصنعتي پروژو لپاره په ورکړل شوو  میلیارډونو ډالري لګښتونوسره یوازې پخپل حال  پریښود.دایران داسلامی انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونو کې د امریکا دسیسې اولاسوهنې  او  اوس هم   له ایرانه د ویرولو په موخې سره  په ایران دتورونو لګول،کارړنګونو او ګواښلو  په څير دړکو ته  هماغه راز دوام ورکړی دی . خو هغه څه چې  روښانه دي ،دادي ،چې   په دغو ټولو بهیرونو، کړنو اوچلندونو  کې،یوه مشخصه موخه شته   او  هغه موخه هم ،  دایران د اسلامی جمهوری نظام  په ګونډو کول دي ، چې    دنړیوال استکبار  په مقابل کې د کړیدلو ملتونو  دمبارزې لپاره  په یوې بیلګې  بدل  شوي دي .

 نن سبا دایران داسلامی جمهوریت  په وړاندې دامریکا دډونالډ ټرمپ   دحکومت سیاست ګواښ  ، اقصتادي بندیزونه   او  دکلنګ ا خستونکو غوښتونو مطرح کول  دي ، چې   په هغو کې   له جامعې ایټمي موافقې دامریکا یواړخیز وتلو ،  دیواړخیزو بندیزونو بیرته لګولو  او   دامریکا په خارجه او خزانې چارو وزارتونو کې  دایران په ضد د ایکشن  کمیټې   دجوړولو په څير  کرغیړنو  اقداماتو  ته  پکې اشاره کیدلی شی .

         امریکا کابو څلویښت کلونه کیږي  چې هره ورځ  په یوې نوي پلمې او   تازه  دسیسې پسې ده څو  دایران په ضد  خپل بندیزونه ، لاسوهنې او غلیمانه  چلندونه ،   دایران د ملت  له حقوقو دملاتړ او د رنګینو  او غَوَړو نوَړَیو په  پوښښ او  ډنډورو  سره پټې کړي  . سپينې ماڼۍ  داسلامی  انقلاب له بریالیتوبه وروسته  تل  دایران په ضد  خپلو ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړی دی .

  دجامعې ایټمي موافقې  پر موضوع  د ډونالډ ټرمپ  حکومت  لنډ فکره تمرکز او دایران دایټمي پروګرام دبیا تورتم اوخطرناک  ښودلولپاره هڅه،د ایران د توغندوي دفاع له توانه دګواښ جوړولو او دبشری حقوقوپه موضوعګانوکې چټي ادعاګانې،دایران په باب  دامریکا دسټراټژۍدرې اصلي رکنونه دي .

             دایران  دملت بدغواړو تر دې دمه هیڅ    نه دي ترلاسه کړي .

            حقیقت دا دی چې  داسلامی انقلاب له بري وروسته  په درستو کلونو کې  ایران  ته دامریکا  نظر ،  دباراک اوباما له خوا له ظاهري دریځونو سره سره ، تل  غرضي  او ناکاره  وو  او د استکباري   او زیات غواړو سیاستونو په اساس برابر شوي دي .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دبسیجي ځواک   لولوړپوړو مسئولانو او پرسنلو  په  ولولناک ټول کې  پخپلې وینا کې  چې ،  دبسیح  اونۍ  په مناسبت  شوي ،  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران    دامریکا له ملت او هیواد سره هیڅ مشکل  نه لري فرمائيلی دي ؛  دایران دملت مشکل  دامریاک دحکومت  سرزوري او زیات غوښتنه ده . 

 حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه  اي  همداراز  له نړیوال استکبار سره  د مبارزې دملي ورځې په مناسبت   د زده کونکو او محصلینو په پرتمین ټول کې هم فرمائيلی دی ؛ دمونږ په ملت کې  او په اسلامی انقلاب کې  له استکبار سره مبارزه، یو ښه ،غوره او منطقي  او علمي ملاتړ لرونکی او  عاقل حرکت  دی . مړه دې وي امریکا شعار ،  چې دایران ملت ئې پورته کوي ، یوه پیاوړي  او منطقي پشتوانه او ملاتړ لري .  یوه عقلاني ملاتړ لرونکی چغه ده ،  تاسو ته پته ده چې ، مړه دې  وي امریکا معنا  دامریکا  دملت  پر مرګ شعار نه دی ، دامریکا ملت  هم  دنوروملتونو په څير یو ملت دی ،  د دغه شعار اوچغې مطلب ، یعني مړۀ دې امریکائي سیاستونه ،  مړ دې وي استکبار ، نو معنا ئې دا ده .  دا  یو عقلاني ملاتړ او پشتوانه لري ::::

              یو هغه مهم ټکی ، چې  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود  په ویناؤ کې  په کرتو وړاندې شوی ، په دغې موضوع کې  فکر او غور ته  اړتیا لري  چې   له ایران سره دامریکا د دښمنۍ اصلي علت  د سورئې ،لبنان اوعراق پشمول  په سیمې کې  دامریکا دنقشو  شنډول دي ، چې  دامریکا  او اسرائيلو   بیلتون غواړي او درز اچونکي سناریوګانې ئې سره ګډې وډې کړي دي .

                 دایران د ملت  دمبارزو په تاریخ کې  دلیندۍ دمیاشتې  دشپاړسمې نیټې واقعه  تل پاتې پیښه ده .

  له استکبار سره مقابله  او  دمستکبرو قدرتونو  له سرزوریو سره  مبارزه  د اسلامی انقلاب  یوه خورا  مهمه موخه او اصول  دی چې  حضرت امام خمیني او حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ي  تل پرې ټينګار کړی او کوي ئې.

 داسلامی  انقلاب معظم لارښود  ددې مبارزې په تشریح کولو کې ،  دامریکا له ملته  د دغه هیواد حکومت  په بیلَوَلو  سره ،  له استکبار سره  له مقابلې  خپل مقصد په شفاف او روښانه ډول بیان کړی او  فرمائيلي ئې دي ؛ د امریکا موضوع  داستکبار په خاطر ده ، امریکا یو استبکاري حکومت لري  ، ځکه   دامریکا روده استبکاري ده ،مونږ  له امریکا سره   د یوه ملت په عنوان او یا  یوې جغرافیائي ټولګې  په توګه ،  او دیوې انساني ټولګې په توګه ، هیڅ مشکل نه لرو ،  دا هم د نورو هیوادونو په څير  یو ملت دی ، له امریکا سره د مونږ  مشکل  دامریکا  استکباري  مشکل دی ، دوي مستکبر دي، کبرجن دي ، سرزوي دي  او زیات غواړي دي ::::::   

           امریکا ئي چارواکي  هغه که په تیرو وختونو کې وي او که په اوسني وخت کې ،   دایران ته د تاوان رسولو لپاره ئې  هر کار چې ئې  کولی شو ترسره  ئې کړی دی . 

 دایران ملت ،البته  داریکا  دهرډول دسیسو په وړاندې دریدلی دی  او ښودلې ئې ده چې   داسلامی انقلاب  پر اصولو او آئيډیاؤ  په کلکې دریدا سره ،  دنړۍ  دقدرتونو سلطه غوښتنې  له چیلنج سره مخامخ کولی شی . د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعبیر د ایران ملت   هغه وخت ، کله چې      اوباما  دامریکا  وسپنیز سوک پ مخملي  دستانو کې پټ کړی ؤ او  دبدلولو  خبرې ئې کولې ،نو  د دغو خبرو په آوریدو سره هیڅ ډول  حیرانه  نه شو  ، چې     اوس د ډونالډټرمپ  له ګواښونو کرغیړنو خبرو او دړکو  وویریږي . 

 داسلامی  انقلاب معظم لارښود   همداراز د پوله ساتي ځواک   د شهیدانو ،د حرم دفاع کونکو شهیدانو  له کورنیو سره په کتنې کې  هم د ټرمپ او دنورو امریکائي چارواکو  غلیمانه او ګواښونکو  څرګندونو  ته اشاره وکړه او دائې  چټي لاپې او ملنډې بللې او فرمائيلي ئې دي ؛  د امریکا   دولسمشر چټي او دړکو ډکې  خبرې 

کومه نوي  موضوع نه ده  ،ځکه  اسلامی نظام  له هماغه پيله   له ډول ډول  دسیسو سره مخامخ دی ، خو  دایران دملت بد غواړو تر دې دمه داسې هیڅ کار نه  دی کړی ، چې  څه په لاس ورشي .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************