دښمنان له اسلامی ایران سره له نیغ په نیغه ښکیلیدا ویره لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78685-دښمنان_له_اسلامی_ایران_سره_له_نیغ_په_نیغه_ښکیلیدا_ویره_لری
سردار دهقان په دوام کې سیاسی خپلواکی ،د ایران دملت لپاره داسلامی انقلاب یوه خورا مهمه ډالۍ بللی او وئیلی ئې دی ، دسلطې نظام په هرې هغې بریا او عنصر سره چې دمونږ دهیواد د ملی قدرت توان ګڼل کیدلی شی، مخالفت کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2018 11:01 Asia/Kabul
  • دښمنان له اسلامی ایران سره له نیغ په نیغه ښکیلیدا ویره لری

سردار دهقان په دوام کې سیاسی خپلواکی ،د ایران دملت لپاره داسلامی انقلاب یوه خورا مهمه ډالۍ بللی او وئیلی ئې دی ، دسلطې نظام په هرې هغې بریا او عنصر سره چې دمونږ دهیواد د ملی قدرت توان ګڼل کیدلی شی، مخالفت کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د دفاعی صنائعو او دوسلوال ځواک  په حوزې کې  د درستو قواؤ د ستر قوماندان  سلاکار سردار حسین دهقان  په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ،  هغه دښمنۍ چې  تر نن ورځې پورې دایران په ضد شوی ،  که  دبل هر یوه هیواد په ضد شوی وائ ،  نو  دهغوی  به هیڅ نامه او نښه پاتې شوی نه وه  او دا یو واقعیّت دی .  تاسو وینئ  چې  امریکا په رسمی اعلان کوی ، که   تر دوو اونیو پورې هم    سعودی  رژیم څخه  ملاتړ ونه کړی ، نو دهغوی  حکومت به له مینځه لاړ شی .

سردار حسین دهقان  وئیلی دی ، اسلامی ایران  څلویښت کاله کیږی ، چې   له امریکا سره نیغ په نیغه ډغره وهی  او په قدرت سره خپلې لارې ته دوام ورکوی.

    داسلامی  انقلاب دمعظم لارښود او ددرستو قواؤ دستر قوماندان سلاکار داسلامی انقلاب له بری  په وروسته پړاؤ کې  دایران د ملت  ډ یرو ارزښتمنو  تجروبو ته په ا شارې سره  ووئیل ، د ایران ملت دې نتیجې ته رسیدلی دی ، چې   دهرڅه اراده وکړی ،نو ترلاسه کولی ئې شی ، همداراز دمونږ ملت   دې مهم ته رسیدلی دی ، چې د دښمن  په وړاندې نرمښت ښودل  دماتې په معنا دی ، خو  ددښمن په مقابلې کې مقاومت یوه سټراټژی او  کارنده موخه حسابیږی .  سردار دهقان  په دوام کې سیاسی خپلواکی ،د ایران دملت لپاره   داسلامی انقلاب  یوه خورا مهمه ډالۍ بللی او وئیلی ئې دی ،  دسلطې نظام  په هرې هغې بریا او عنصر سره چې دمونږ دهیواد د ملی قدرت توان ګڼل کیدلی شی، مخالفت کوی  .