د چابهار د ترهګرې حملې عاملان به سخته څپیړه وخوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78754-د_چابهار_د_ترهګرې_حملې_عاملان_به_سخته_څپیړه_وخوري
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د چابهار ترهګره حمله وغندله او ویې ویل: د دې اقدام ترسره کونکي او ملاتړي دې د ایران د اسلامي جمهوریت د سختې څپیړې په تمه ووسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2018 04:03 Asia/Kabul
  • د چابهار د ترهګرې حملې عاملان به سخته څپیړه وخوري

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د چابهار ترهګره حمله وغندله او ویې ویل: د دې اقدام ترسره کونکي او ملاتړي دې د ایران د اسلامي جمهوریت د سختې څپیړې په تمه ووسي.

علي اکبر ولایتي پرون مازیګر وویل: د چابهار ترهګره حمله د ناامنۍ رامینځته کولو په موخه د ایران توان او اقتدار ته د زیان رسولو د امکان په تصور سره د قاتلانو، ترهګرو ډلو او د هغوي د ملاتړو د ماتې یوه بله نښه ده.

هغه څرګنده کړه چې د ایران ستر ولس او نظام به په دریدنې او مقاومت سره په سیمې او ایران کښې د دسیسه پالونکو سپیرې طرحې د تیر په څیر له ماتې سره مخامخ کړي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نړیوالو چارو سلاکار همداشان وویل: بې شکه چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپل عزت او اقتدار لارې ته دوام ورکړي.