له روحاني سره د ترکيې، افغانستان او روسيې د پارلېماني مشرانو کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78770-له_روحاني_سره_د_ترکيې_افغانستان_او_روسيې_د_پارلېماني_مشرانو_کتنه
د ترکيې، افغانستان او روسيې پارلېماني مشرانو د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • له روحاني سره د ترکيې، افغانستان او روسيې د پارلېماني مشرانو کتنه

د ترکيې، افغانستان او روسيې پارلېماني مشرانو د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې له ډاکټر حسن روحاني سره د ترکيې د پارلېمان د مشر بن علي ييلديريم، د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالرئوف ابراهيمي او د روسيې د دوما د مشر ويچسلاو والودين په کتنو کښې چې په بيلابيله توګه ترسره شوې د دوو اړخيزو ملګرتياو د ودې د لارو چارو او د مختلفو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه ليدنې کتنې په تهران کښې د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو د کانفرنس ترڅنګه وشوې.