صهیونیسټي رژیم د امریکې په ملاتړ سره ترهګر برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79022-صهیونیسټي_رژیم_د_امریکې_په_ملاتړ_سره_ترهګر_برابروي
د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل: د صهیونیسټي رژيم امنیتي او استخباراتي ادارې د امریکې په ملاتړ سره ترهګر برابروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2018 12:05 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د امریکې په ملاتړ سره ترهګر برابروي

د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل: د صهیونیسټي رژيم امنیتي او استخباراتي ادارې د امریکې په ملاتړ سره ترهګر برابروي.

سید محمود علوي نن د ایران په اسلامي شورا کښې په دې خبرې سره چې ترهګر سنبال روزنیز مرکزونه او د وسلو ستر ډیپوګان لري، زیاته کړه: ترهګر د جنګي زده کړو سربیره، اطلاعاتي روزنه هم ترلاسه کوي چې خپل تماسونه او د ګاډو تګ راتګ څه ډول له اطلاعاتي سرچینو پټ کړي.

د ایران د اطلاعاتو وزیر څرګنده کړه: په روانو حالاتو کښې د ګاونډي هیوادونو او حتی د لرو پرتو هیوادونو امنیتي ادارو نیغ په نیغه د ایران د امنیت خلاف کار پیل کړی دی او له ترهګرو ډلو په مالي، روزنیزه او تسلیحاتي بڼه ملاتړ کوي.

علوي همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت د خرابونکو اقداماتو د ختمولو لپاره د امنیتي تابیاؤ په هکله وویل: د ایران د اطلاعاتو وزارت د پیاوړو او کمزورو امنیتي ټکو، فرصتونو او ګواښونو په پيژندلو او د سترو او امنیتي مسائلو په اټکلولو سره، امنیتي سټراټیجۍ برابر کړې دي.