دپیامبر اعظم (۱۲)مانوره ،داسلامی ایران په دفاعی نظرئې کې دقدرت ننداره
د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکنی ځواک د پیامبراعظم دولسمې مانورې پایزه مرحله د: ملی وحدت په سیوری کې دتل پاتې امنیت او اقتدار او د ماډرنو دفاعی ظرفیّتونو د جوړونې ننداره : نومې شعار سره دفارس خلیج په عمومی سیمې کې په بریالیتوب سره پای ته ورسیده .
له دفاعی وضعیته یرغلیز حالت ته په مانورو کې دکړچار بدلیدا ، په چټکۍ سره د بیرته اخستو عملیات او له ټاپوګانو څخه ددفاع لپاره د بریدونو تورتم جوړول ،د سواحلو دنیولو او ددښةن د تاسیساتو او بیخ بینائیو د تباه کولو لپاره دځانګړو حملو دپلانونو مشقونه ، د دغې سترې مانورې د ترسره کیدا موخې وئې . دایران اسلامی جمهوریت له پراخو سمندری او مځکنیو پولو برخمن دی . د دغو پولو ساتل ، پیاوړی دفاعی اومخه نیونکو تجهیزاتو څخه استفادې او متخصصو ، غوره او روزل شوی ځواکونو ته اړتیالری .
ددغو اړتیاؤ په ځواب کې ، داسلامی انقلاب سپاه پاسداران په سټراټیژیکه سویه له پوځی قدرته برخمن دی او په بشپړ قدرت او اقتدار سره امنیت حتی دایران له پولو په بهر کې هم ټینګولی شی .
دایران دسپاه پاسداران عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری د پیامبر اعظم دولسمې مانورې د پیلیدا په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی ، دغه مانوره ، ددښمنانو ادعاګانو ته یو ځواب دی ، هغوی دې پوه شی ، چې دایران د اسلامی جمهوریت دفاعی توان ، دفاعی او مخه نیونکی دی .سردار جعفری هیله ښودلې ، دښمنان له تیر وخته زیات اوس دایران ځواب وئیلو په توان پوه شوی دی .
ډیری شناندی اوکارپوهان په دې اند دی چې امنیت په دوو عنصرونو ولاړ دی ، لومړی ، په دفاعی عملیاتو کې له تخصص او پوهې استفاده کول دی . که یو هیواد له دغه عنصره بې برخې وی او حتی که کمه استفاده ترې کوی ، نو په د فاعی ډګر کې به دهغو له امله له یو لړ تاوانونو سره لاس اوګریوان شی . دوهم عنصر هم له دفاعی قدرته برخمنیدا او د ضرورت په بڼه کې یرغلیز حالت دی . دغه کړچار له تیریګرو سره دمقابلې لپاره سټراټژیک اهمیّت لری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود اود درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای دایران اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک له قوماندانانو او مسئولانو سره په وروستۍ کتنې کې ، داسلامی ایران په مقابل کې د دښمنانو اوسیالانو د یوې پراخې جبهې جوړیدا ته په اشارې سره فرمائیلی دی ؛ اسلامی ایران له هیچا سره د جنګ د پیلیدا نیّت نه لری ، خو باید خپلې توانمنۍ دومره زیاتې کړی ، څو دښمن نه یوازې په ایران له حملې ویره ولری ، بلکې په ډګر کې دوسلوالو ځواکونو د اغیزمن شتون، پیوستون او اقتدار په برکت ، دایران د ملت له فضا د ګواښ سیوری هم لیرې شی .
له دې نظره ، د ایران داسلامی جمهوریت په دفاعی نظرئې کې د دغه شان مانورو ترسره کیدا د یرغلیزو عملیاتو نندارې ته وړاندې کول ، دا پیغام لری ، چې د ایران اسلامی جمهوریت ، پخپلې دفاعی سټراټژۍ کې ، هغه دود اقدامات ، چې دګواښونو د ختمولو او تعقیبولو لپاره ئې ضروری ګڼی ، ترسره کوی .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال پاکپور دې ته په ټینګار سره چې اسلامی ایران دهیڅ یوه هیواد لپاره کوم ګواښ نه دی ، په ې دې زمینې کې ټینګار کوی ، که دښمنان ناوړه نیّت ولری ، نو دهغوی په مقابل کې به په ټولو توان او وړتیاؤ سره ودریږی .
دایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواک اوس په لوړه سویه پوځی توانمنۍ لری . په دې باب دفاعی قدرت په تیره بیا دتوغندوی دفاع په حوزې کې اقتدار لامل شوی څو دسټراټژیکو مطالعاتو پوهنکور یا اکاډمی، دایران پوځی قدرت ، په تثبیت شوی قدرت سره دټاکونکی ځواک په سویه وارزوی .
دسټراژیکو مطالعاتو نړیواله موسسه چې دانګلستان یو پوهنکور یا اکاډمی ده ، په یوه راپور کې دایرنا دپوځی توان په باب ، امریکا او دهغې متحدانو ته یادونه کوی ، چې باید په ناممکنو موخو ،یعنی دایران دتوغندیو په حذفولو پسې دې نشی .
دغه توانمنۍ ،البته هیڅکله هم د ګواښ په معنا نه دی ، بلکې ایران د سیمې او نړۍ درستو هیوادونو لپاره دامنیت او ثبات غوښتونکی دی .