ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۱۰-۰۸
د ايران د اسلامي جمهوريت د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر او د قضائيه قوې پخوانے مشر آيت الله سيد محمود هاشمي شاهرودي د روان مرغومي د مياشتې په ۱۰ نېټه د ګل په شپه له يوې مودې بيمارۍ وروسته په اويا کلنۍ کښې له دې فاني دنيا رخصت شو.
د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې د ارواښاد مشر آيت ا... سيد محمود هاشمي شاهرودي جنازه د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ په تهران کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت د جنازې د نمونځ له ادا کېدو او د جنازې له مراسمو وروسته خاورو ته د سپارلو لپاره د تهران په جنوب کښې قم مقدس ښار ته منتقله کړې شوه او د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم کښې خاورو ته وسپارلې شوه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د آيت الله هاشمي شاهرودي په وفات د خواښينۍ په څرګندولو سره تاکيد وکړه، دغه افسوسناکه ضائعه چې له يو کال سختې او دردونکې بيمارۍ وروسته رامنځته شوې ده، د هغو ټولو کسانو لپاره غم سبب ده چې د هغه له علمي مقامه او د اسلامي نظام لپاره د هغه له ارزښتناکو خدمتونو او همدرانګ رنګ د علميه حوزو د فقهي، اصولي او حقوقي خدمتونو خبر وي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت الله هاشمي شاهرودوي د قم په علميه حوزه کښې يو ستر استاد، د اسلامي جمهوري نظام په ډېرو مهمو تشکيلاتو کښې يو وفادار کارګزار، د څارندويه جرګې موثره غړے او د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې يو کامياب مشر وبلۀ.
ايران د تېرې هفتې په وروستيو ورځو کښې د يوې بلې خواښينونکې پېښې هم کتونکے ؤ.
د تېره هفتې د نهې يا سه شنبې په ورځ د تهران د اسلامي ازاد پوهنتون د سائنس او تحقيقاتو د څانګې د محصلينو بس د فني خرابۍ په وجه د دغه پوهنتون په داخلې حدودو کښې چپه شو.
دغه پېښه د يو شمېر محصلينو په وژل کېدو او زخمي کېدو سبب شوه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په يو پېغام کښې له مصيبت ځپلو او عامه پوهنتوني ټولنې سره د خواخوږۍ د څرګندونې په يو پېغام کښې د دغو عزيزانو کورنيو ته تسليت ووايۀ او له خداوند متعال څخه يې د زخميانو د شفاء لپاره دعا وکړه.
له ګاونډي هېوادونو سره د هر اړخيزو تعلقاتو مضبوطيه او پراختيا د تهران په سيمه ايزو سياستونو کښې له ثابتواو نه بدلېدونکو اصولو څخه دي.
د ننني پروګرام په دوام کښې هم په دې زمينه کښې د څو پېښو څېړنه کوي.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني تېره هفته کابل ته لاړ. هغه په دغه سفر کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائي مشر عبدالله عبدالله ، د ولسمشر د ملي امنيت له صلاحکار حمدا... محب او د دغه هېواد څو نورو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
شمخاني په دغو خبرو اترو کښې د دې په بيانولو سره چې د افغانستان حکومت د ايران لپاره تل محور ؤ او دے واضحه کړه، په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کوششونو محور د دغه هېواد په دننه کښې د افغان حکومت په ذريعې سره د ثبات او امنيت رامنځته کول دي.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر تاکيد وکړ، د ايران اسلامي جمهوريت هم هغه ډول چې د عمل په مېدان کښې يې ثابته کړې ده چې د ترهه ګرۍ خلاف دے، د صلحې په مېدان کښې هم د افغان حکومت او سيمې د ګټو لپاره خپل کردار په ښۀ ډول ترسره کوي.
امنيت نه يوازې د افغانستان لپاره بلکه د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره سټراټيجک اهميت لري.
د ايران چارواکو تېره هفته په تهران کښې د پاکستان له خارجه وزير سره هم ناسته ولرله. مخدوم شاه محمود قريشي سيمې ته د خپل سفر په دويم دويم منزل کښې د تېره هفتې د ګل په ورځ په تهران کښې له خپل ايراني همسنګ محمد جواد ظريف سره کتنه او په دوو اړخيزو تعلقاتو کښې د وروستيو بدلونونو او ډېرو مهمو او نړيوالو مسائلو په اړه صلاح مشورې وکړې.
تهران په تېره هفته کښې همدارنګ د آذربائيجان جمهوريت د پارلېمان د مشر اوکتاب اسداف کوربا ؤ.
د آذربائيجان جمهوريت د پارلېمان مشر تهران ته په خپل سفر کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې له مشر ډاکټر علي لاريجاني سره له کتنې نه علاوه د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر سره هم کتنه وکړه.
ايران او آذربائيجان جمهوريت څو اړخيزه تعلقات لري او د ګډو سيمه ايزو منصوبو په زمينه کښې له يوبل سره تعلقات لري. د شمال جنوب د کورېډور جوړول او د آستارا – آستارا او له رشت نه آستارا ته د رېلوې لائن د ګنډلو لپاره ترسره شوې هلې ځلې يو لړ هغه مهم ګامونه دي چې د دواړو هېوادونو د ټرانزېټي ملګرتيا د پراختيا لپاره اوچت کړې شوي دي.
د شمال – جنوب کورېډور د ايران ، روسيې او آذربائيجان جمهوريت د ولسمشرانو د عمل په نوښت سره په وروستۍ مرحله کښې شتون لري. له دغې لارې څخه پوره استفادې سره به د ايران او آذربائيجان تجارتي تعلقات له مخکې نه زياته پراختيا ومومي. دغه پروژه ايران له آذربائيجان او له هغه ځايه د اروپا له شمال سره ګنډلې شي او په حقيقت کښې به د اروپا له شمال او ختيخې اروپا سره د فارس خليج د ګنډل کېدو لاره وي.
د تهران – باکو د تعلقاتو پراختيا نه يوازې د دواړو ملتونو د ګټو په لړ کښې ده بلکه د نورو ملتونو په ګټه به هم وي او هغه منصوبې چې په د ايران او آذربائيجان جمهوريت لخوا ګډه توګه ګټې پورته کولو ته رسيږي د نورو هېوادونو لپاره هم ګټې لري. له روسيې، ترکيې او جارجيا سره د ايران او آذربائيجان درې اړخيزه او څو اړخيزه ملګرتياوې ښودنه کوي چې د ټرانسپورټ ، انرجۍ امنيتي او سياسي مسائلو، او د يو بل د ملاتړونو په شان زياتره موضوع ګانې د دغو تعلقاتو او روابطو محور کېدې شي.
په همدې لړ کښې تېره هفته د چابهار موافقه ليک د اجرائي کولو د تعقيبولو د کمېتۍ وړومبۍ غونډه د ايران، افغانستان او هند د سياسي او اقتصادي پلاو په شتون سره د ايران د جنوب ختيځ په چابهار بندر کښې وشوه.
په دغه غونډه کښې د ايران، هند او افغانستان د پولو د محصولونو په باره کښې د رېل د فعالولو، د ګمرکي مبادلاتو او د بار د وړلو د څه رنګوالي په شمول په يو لړ خاصو موضوعاتو د نظر تبادله وشوه.
چابهار بندر د ايران د يوازېني اقيانوسي بندر په توګه د مناسب جغرافيائي او ټرانزېټي موقعيت په شان يو لړ خاصې ګټې لري.آزادو اوبو ته د دغه بندر لاسرسائي د دې سبب شوې ده چې د مرکزي اېشيا هېوادونه، هند، چين، افغانستان، پاکستان او اروپائي هېوادونه هم ګروهنه پېدا کړي چې له دغه بندر څخه د خپلو سامانونو د انتقالولو لپاره استفاده وکړي.
د ۲۰۱۶ کال د مۍ په مياشت کښې د ايران د ولسمشر حسن روحاني، د هند د وزيراعظم نارندرا مودي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شتون سره د چابهار درې اړخيزه ټرانزېتي موافقه ليک په تهران کښې د درې واړوهېوادونو د لارو د وزيرانو لخوا لاسليک شو.
خو د تېرې هفتې په وروستيو ورځو کشې د ايران د اسلامي جمهوريت د انرجۍ وزير رضا اردکاني عراق ته يو سفر وکړ.
د ايران د انرجۍ وزير د عراق د برېښنا د وزير په سرکاري بلنده د انرجۍ په زمينه کښې د ملګرتيا د پراختيا او د يو ګډ تفاهم ليک د لاسليکولو په هدف سره بغداد ته لاړ. دغه تفاهم ليک د تېر زيارت په ورځ د دواړو وزيرانو لخوا لاسليک شو.
د دغه تفاهم ليک له مخې د برېښنا د صنعت د پراختيا او بيا رغونې په چاره کښې په ايراني فعالو شرکتونو او موسسو کښې موجوده پوهه او تجربه د عراقي لوري په اختيار کښې ورکړې کيږي او د عراق په بېخ بنائي چارو کښې د د ګډې ملګرتيا زمينه به د ايراني لوري لخوا برابره کړې شي.
د عراق د برېښنا وزير لوی الخطيب د دغه تفاهم ليک د لاسلکېدو اهميت ته په اشارې سره وويل، د دواړو هېوادونو ترمېنخ د انرجۍ برخه کښې د نويو ټېکنالوجيو او په دغه برخه کښې له ایراني تجربياتو او فني پوهې څخه استفاده د دغه تفاهم ليک ځينې نورې مهمې برخې دي.
عراق انرجۍ پوره کونکو سرچينو ته ضرورت لري او د هغې ترټولو نزدې او ترټولو مطمئنه پوره کونکې سرچين د ايران اسلامي جمهوريت دے.
د عراق د کور او ښار جوړونې وزير هم د عراق د آبادونې په تېره بيا د اوبو او نېکاسۍ او د اوبو د خوږولو د منصوبو په اجرائي کولو کښې د ايرانی شرکتونو د شتون او فعاليت لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبره ورکړ.
بېنګين ريکاني د ايران د انرجۍ له وزير رضا اردکاني سره له کتنې وروسته د خبريالانو په ټول کښې وويل، عراق غواړي د اوبو او نېکاسۍ د منصوبو په اجرا کښې د ايراني شرکتونو له توانمنۍ او ټېکنالوجۍ څخه استفاده وکړي.
د ايران د انرجۍ وزير د عراق له وزيراعظم عادل عبدالمهدي سره په کتنه کښې هم وويل، ايران د عراق د برېښنا د پوره کولو، د برېښنا د توليد د برېښنا کوټونو د جوړولو او بيا رغونې، په دغه برخه کښې د ضروري ټېکنالوجيو له پراختيا سره د مرستې او د انساني ځواک د روزنې لپاره پوره چمتووالے لري.
د عراق ولسمشر برهم صالح هم له اردکانيان سره په کتنه کښې تاکيد وکړ، په ټولو زمينو په تېره بيا د انرجۍ او اوبو په برخه کښې د تعلقاتو پراختيا په دا ډ،ل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا د ودې سبب وګرځي د اهميت وړ چاره ده.
تېره هفته د فارس خليج په عمومي سيمه کښې د پاسدارانو د لښکر د زمکني ځواک پيامبر اعظم (ص) ۱۲ نومې فوځي مشقونه په کاميابۍ سره ترسره شول.
دغه فوځي مشقونه چې د ليندۍ د مياشتې له ۲۴ يا د دسمبر له ۱۵ نېټې څخه شروع شوي وو د تېرې هفتې د خالي په ورځ ختم شول.
په دغو مشقونو کښې د اول ځل لپاره د اسلامي جمهوريت په دفاعي پالېسۍ کښې د يرغلي عملياتو مخکتنه وشوه. د ايران په دفاعي پالېسۍ کشې د يرغلي عملياتو لپاره چمتووالے او د يو مخه نيونکي يرغلي ردعمل ښودنکي موقعيت کښې راتلل يو سټراټيجک اهميت لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ټولو قواو قوماندان په همدې اړه په دفاعي صنائعو کښې له پرمختګ څخه په کتنه کښې د ايران د دفاعي پالېسۍ د اصولو په بيانولو سره واضحه کړه، په داسې نړۍ کښې چې د زورويونکي، سلط ګر، او وجدان او انسانيت د ډېر کمې جوهرې لرونکي قوتونه واکمن دي او په بې ګناه انسانانو له تيري او د هغوي له قتل عامه ډډه نه کوي د دفاعي او يرغلي صنائعو پراختيا طبيعي چاره ده، ځکه چې دغه قوتونه چې يو هېواد اقتدار او طاقت احساس نه کړي امنيت به يې ټينګ نه شي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د زمکني ځواک قوماندان جنرل سردار پاکپور په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي ايران د هيڅ يو هېواد لپاره ګواښ نه دے وويل، په داسې صورت کښې چې دښمنان ناوړه اراده ولري د هغوي په مقابل کښې به په خپل ټول توان او ظرفيت سره ټينګ اودريږوو.
--------------