ظريف: ايران به تل د فلسطين له آرمانونو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79309-ظريف_ايران_به_تل_د_فلسطين_له_آرمانونو_ملاتړ_کوي
د ايران خارجه وزير وويل، اسلامي جمهوريت به د فلسطيني ولس تر څنګه ټينګ ولاړ وي او د هغوي له آرمانونو او حقوقو به ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2018 08:09 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران به تل د فلسطين له آرمانونو ملاتړ کوي

د ايران خارجه وزير وويل، اسلامي جمهوريت به د فلسطيني ولس تر څنګه ټينګ ولاړ وي او د هغوي له آرمانونو او حقوقو به ملاتړ کوي.

د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون په تهران کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ د مشر زياد النخاله په کتنه کښې وويل، له فلسطين څخه ملاتړ د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرني سياست يو بنيادي اصل دے.

زيادالنخاله هم په دغه کتنه کښې د فلسطين له ملت څخه د ايران د ملاتړونو په قدرونې سره وويل، ايران د فلسطين د آرمانونو  يو حقيقي ملاتړے دے.

النخاله مقاومت ته د زيان رسولو لپاره د ځينو عربو او لويديځو هېوادونو کوشش ته په اشارې سره وويل، د فلسطين خلق به تر پوره کاميابۍ پورې له مخکې نه په لا کلکې ارادې سره خپلې لارې ته دوام ورکړي.

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر د دې په بيانولو سره چې مقاومت د تېره وخت په پرتله د تيري ګرو په مقابل کښې زياته توانمني او ظرفيت لري وويل، د دغو توانمنيو نتيجه د ستنېو د حق په لاريون او د صهيونېسټ رژيم د وروستي يرغل په ماتي کښې څرګنده شوې ده.