د ايران او افغانستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79489-د_ايران_او_افغانستان_د_تعلقاتو_په_پراختيا_تاکيد
د ايران د انرجۍ وزير په مختلفو زمينو کښې د ايران او افغانستان د ملګرتياو د پراختيا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • د ايران او افغانستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد

د ايران د انرجۍ وزير په مختلفو زمينو کښې د ايران او افغانستان د ملګرتياو د پراختيا غوښتنه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې رضا اردکانيان پرون په تهران کښې د افغانستان د انرجۍ او اوبو د وزير خان محمد تکل په کتنه کښې د اوبو او انرجۍ په زمينه  کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو مخينې ته په اشارې سره وويل،د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ايران د انرجۍ د وزارت او ايراني شرکتونو لخوا  په کابل کښې د اوبو د تحقيقاتي ادارې جوړول او د اوبو او د برېښنا د ګڼ شمېر منصوبې شروع کول او د هېرمن د ۱۹۷۲ کال د معاهدې په اجرا کښې د دواړو هېوادونو ملګرتيا د اوبو او انرجۍ په زمينه کښې د ايران او افغانستان ځينې ملګرتياوې دي.

د افغانستان د اوبو او انرجۍ مرستيال وزير خان محمد تکل هم د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړونو او ملګرتياو څخه په قدرونې سره د اوبو او انرجۍ په شمول په مختلفو زمينو کښې د ايران او افغانستان د ملګرتياو د نوې مرحلې د شروع کولو غوښتنه وکړه.