د ايران د اسلامي جمهوريت له کاميابيو سره څلور لسيزې (3)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80071-د_ايران_د_اسلامي_جمهوريت_له_کاميابيو_سره_څلور_لسيزې_(3)
سائنس او ټېکنالوجي د يو هېواد د ترقې اوپرمختګ يو ډېر مهم عامل ګڼل کيږي. په ايران کښې هم د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس کوشش وشو چې د پهلوي رژيم په زمانه کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ په شاتګ والي تلافي شي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ترقۍ او د سائنسي ودې لپاره زمينه برابره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2019 10:38 Asia/Kabul
  • د ايران د اسلامي جمهوريت له کاميابيو سره څلور لسيزې (3)

سائنس او ټېکنالوجي د يو هېواد د ترقې اوپرمختګ يو ډېر مهم عامل ګڼل کيږي. په ايران کښې هم د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس کوشش وشو چې د پهلوي رژيم په زمانه کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ په شاتګ والي تلافي شي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ترقۍ او د سائنسي ودې لپاره زمينه برابره شي.

په تېره بيا دا چې د ايران حکومتي نظام د اسلام د لوړ تعليماتو په بنياد جوړ شوے دے چې د سائنس او پوهې ته يې زيات اهميت ورکړے دے. که څه هم اقتصادي او سائنسي بائيکاټونو او د صدام او د لويديځو ملاتړو لخوا اته کلن جنګ په ابتداء کښې په ايران کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ چلند سست کړ، خو له جنګه وروسته د سائنس او ټيکنالوجۍ پرله پسې کاميابۍاو لاسته راوړنې راڅرګندې شوې او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمي خامنه اي په هدايت او هڅونو سره د ايران سائنسي پرمختګونو زياته چټکتيا پېدا کړه. دوي په دې اړه فرمائي:

« مونږ هم سائنس ته ضرورت لروو، تحقيق ته ضرورت لروو، هرڅومره چې د سائنس په زمينه کښې مخ په وړاندې لاړ شوو زيات به نه وي؛ دا خبره کلونه وشول چې زۀ يې کوم او د بحمدا... پرمختګ مو کړے هم دے.»

اوس د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې او نړۍ په سطح کښې له ځانګړي سائنسي مقام څخه برخور دے او په ځينو پېچلو او ځانګړيو ټېکنالوجيو کښې له لويځو حکومتونو هم وړاندې دے.

د سائنس او ټېکنالوجۍ په زمينه کښې پرمختګ له متخصصو او کارآمدو ځواکونو نه بغېر امکان نه لري. په همدې وجه د ايران اسلامي جمهوريت په 1979 کال د خپل تاسيس له هم هغې ابتداء راهسې د مدرسو او پوهنتونونو په سطح کښې د ټولو لپاره د زدکړو پراختيا او ژورتيا په اېجنډا کښې شامل کړل او په تېرو څلوېښتو کلونو کښې يې په دې زمينه کښې زياتې او بې مثاله کاميابۍ ترلاسه کړې دي. په دې لاره کښې وړومبنے قدم د ايران د اسلامي جمهوريت بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) اوچت کړ او د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په هم هغو وړومبنيو کلونو کښې يې په ټولنه کښې د بې سوادۍ او ناخواندګۍ د ختمولو لپاره د نهضت سواد آموزي ادارې بنياد کېښود چې بې تعليمه کسان د ليک لوست لپاره له وړومبنيو مهارتونو برخور شي. په نتيجه کښې په هغه زمانه کښې د تعليم اندازه له له 47 فيصده نه تقريباً 90 فيصده ته رسېدلې ده. همدارنګ مدرسې او د زدکړو امکانات او وسائل هم ډېر زيات شوي دي او د پهلوي رژيم په زمانه کښې د مدرسو شمېر چې  اته څلوېښت زره ؤ اوس څه د پاسه يولک اوۀ زره ته رسېدلے دے. او زدکړو د امکانانو په زياتېدو سره څوارلس ميلين ايرانياني زده کونکي کولې شي په مناسبه فضاء کښې په سائنس او ټېکنالوجۍ بوخت شي. اوس په تېرو څلورو لسيزو کښې د تعليمي کلونو اوسط له 2.3 کال نه لسو کلونو ته رسېدلے دے او په متوسطه توګه هر ايراني ماشوم دا اميد لري چې لږ تر لږه څوارلس کاله خپلو زدکړو ته دوام ورکړي. په کلي توګه د ايران اسلامي جمهوريت په مدرسو کښې د زدکړو د کميت او کيفيت په ډګر کښې زيات ځغل کړے دے چې نړيوالو ادارو په تېره بيا يونېسکو يې ستائنه کړې ده. البته د لوړو زدکړو په زمينه کښې د ايران پرمختګ له پرائمري او هائي سکولونو له دورانه هم غوره دے. په دا ډول چې پوهنتونونه د شاه د استدادي رژيم د دوران په نسبت يولس برابره شوي دي. اوس په  2570 پوهنتونونو کښې درې ميلين  او اته لکه محصيلين زدکړې حاصلوي. په داسې حال کښې چې له انقلاب نه مخکې يوازې يولک اويا زره محصيلينو زدکړې حاصلولې.

له اسلامي انقلاب نه وروسته دوره کښې د ايران سائنسي وده د ستائنې وړ ده او اوس له دې نظره د نړۍ د هېوادونو په ديارلسم نمبر کښې شتون لري. په دغه څلوېښت کلنۍ دوره کښې د ايران د سائنسي ودې چټکتيا د نړۍ په اوسطه اندازه يولس برابره وه او د دې چټکتيا له لحاظه يې د دنيا په هېوادونو کښې وړومبے نمبر ترلاسه کړے دے.

همدارنګ له اسلامي تعاون تنظيم سره وابسته سائنسي، کلتوري او د زدکړو ادارې آئسسکو  ويلي دي چې د ايران اسلامي جمهوريت د سائنس، څېړنو او د ايجاداتو د ثبتولو له لحاظه د اسلامي هېوادونو ترمېنځ وړومبۍ رتبه لري.

روغتيائي يا طبي سائنس د يو هېواد د سائنسي پرمختګ يو خصوصيت دے چې پکښې سائنس او ټېکنالوجي د خلقو د روغتيا او سلامتيا په خدمت کښې راځي. د ايران اسلامي جمهوريت هم د خپل څلوېښت کلن عمر په دوران کښې د خلقو په تېره بيا په لريو او محرومو سيمو کښې د سلامتيا د سطحې د اوچتولو لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي او په دې زمينه کښې يې ځلانده نتيجې حاصلې کړې دي. په طبي څانګه کښې د فعاليت لپاره حالات دومره دومره زيات برابر شوي دي چې په دې لړ کښې د سائنس تولید له انقلاب نه د مخکې په نسبت پينځه اويا برابر شوے او ايران له دې لحاظه د نړۍ په اولسمه رتبه کښې او د اېشيا په لويديځ کښې په وړومبۍ رتبه کښې شتون لري. د پهلوي حکومت په زمانه کښې په ايران کښې يوازې لس زره ډاکټرانو فعاليت کوۀ او حکومت د ډاکټرانو د کمۍ په وجه مجبور شوے ؤ له نورو هېوادونو ډاکټران راوغواړي. خو اوس د هېواد د ډاکټرانو شمېر تقريباً دولس برابره شوے دے او شمېر يې يولک اولس زره تنو ته رسېدلےدے.

ايران له انقلاب نه مخکښې د اوو سوو محصيلينو په لرلو سره يووازې اوۀ طبي پوهنتونونه لرل خو اوس په شپېتو طبي پوهنتونونو او کالجونو کښې تقريباً دوه لکه محصيلين علمي زدکړې حاصلوي. چې دا شمېر په تېرو څلوېښتو کلونو کښې په طبي زمينه کښې يوه ستر  ګړندے ځغل دے.

يو هغه خصوصيت او معيار چې د هېوادونو د روغتيا او علاج معالجې د ښه کېدو او پرمختګ د اندازې ښودنه کوي ژوند ته د اميد اندازه ده. د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه څلور لسيزې وروسته د ايران د خلقو ترمېنځ ژوند ته اميد اوۀ اويا کلونو ته رسېدلے دے چې له انقلاب نه د مخکښې په نسبت درويشت کلونه زيات شوے دے. همدارنګ روغتيائي سهولياتو په وجه په ايران کښې له يو فيصد نه هم کم د زېږېدونکو ماشومانو مړينه رامنځته کيږي چې د دې پرمختګ په وجه د روغتيا نړيوالې ادارې د نړۍ د يو  ترټولو کامياب هېواد په توګه د ايران قدرونه کړې ده. همدارنګ په اسلامي ايران کښې له زېږونه وروسته په جدي توګه  د ماشومانو خيال ساتل کيږي. هم دا اوس د ماشومانو واکسينېشن سل فيصدو ته رسېدلے دے او د ماشومان د ځينو خورېدونکو بيماريو جرړې وېستل شوي دي. د روغتيا نړيوالې ادارې په دې زمينه کښې هم ايران د دنيا يو ترټولو  برتر هېواد معرفي کړےدے. له اسلامي انقلاب نه د څلوېښتو کلونو په تېرېدو سره د هېواد ټول وګړي په ارزانه بيه وړومبنيو طبي سهولتونو ته لاسرسائي لري. د ايران تقريبا ټول ښارونه روغتونونه لري په داسې حال کښې چې له انقلاب نه مخکښې يوازې 37 فيصدو ښارونو روغتونونه لرل.

 

په تېرو څلوېښتو کلونو کښې په ايران کښې د طبي سائنس د سطحې د ودې په وجه ايران د پېچلو جراحي عملونو ، اپرېشنونو او د نويو درملو د جوړولو په زمينه کښې هم نور زيات د وياړ لرونکې کاميابۍ ترلاسه کړي دي. ايران د اندامونو د پېوندولو په زمينه کښې په سيمه کښې وړومبۍ رتبه لري او د ګردو په پېوندولو کښې يې د نړۍ پينځمه رتبه حاصله کړې ده.همدارنګ د هډوکو د مغز د پېوندونو د شمېر له نظره له اېټاليا نه پس رتبه لري او د نه باردارۍ په علاج معالجه کښې دريمه رتبه لري. البته ايران د درملو په توليدولو کښې هم زيات پرمختګونه کړي دي او نه يوازې 97 فيصده کورني درمل پوره کوي بلکه د نړۍ زياترو هېوادونو ته يې هم صادروي.

په کلي توګه د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته په ايران کښې طبي سطح دومره لوړ شوې ده چې نه يوازې په هېواد کښې دننه د خلقو زيات طبي خدمتونه ترسره کيږي بلکه له مختلفو هېوادونو بيماران ايران ته د علاج لپاره راځي او هېواد د سلامتيا د سياحت په سيمه ايز قطب بدل شوے دے.

----------------------