د ایران د هوايي فضا یوه برخه بېرته پرانستل شوه
Apr 18, 2026 14:21 Asia/Kabul
د ایران د هوايي چلند اداره وایي، د صادر شوي هوايي خبرتیا (NOTAM) له مخې، د ایران هوايي فضا او یو شمېر هوايي ډګرونه نن د وري په ۲۹مه د سهار په اوه بجو بېرته پرانیستل شوه.
دغه اداره زیاتوي، د ایران د ختیځې هوايي فضا لارې د نړیوالو الوتنو د تېرېدو لپاره خلاصې دي او الوتکې کولای شي د ایران له اسمانه تېرې شي.
د معلوماتو له مخې؛ د ایران په هوايي ډګرونو کې د الوتنو عملیات به په تدریجي ډول، د نظامي او ملکي برخو د تخنیکي او عملیاتي چمتووالي پر بنسټ، د مسافرو د خدماتو لپاره بېرته فعال شي.
ټیګونه