سختو چاودنو د سعودي عربستان پلازمینه ریاض ولړزوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178580-سختو_چاودنو_د_سعودي_عربستان_پلازمینه_ریاض_ولړزوله
رسنیو د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2026-09-22T23:31:26+00:00 )
Sep 23, 2026 03:58 Asia/Kabul
  • سختو چاودنو د سعودي عربستان  پلازمینه ریاض ولړزوله

رسنیو د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړ.

ایرنا خبري اژانس د عربو رسنیو په قول وویل څو سختې چاودنې چې ویل کیږي د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د حملو په وجه دي د عربستان په پلازمینې ریاض کښې اوریدل شوې دي.

د عربو رسنیو د راپور پراساس له دغو حملو وروسته د عربستان د ریاض هوايي ډګر فعالیت بند شوی دی.

د سعودي عربستان او د یمن رسنیو تراوسه په دې هکله کوم خبر نه دی خپور کړی.

سعودي عربستان هم له تیرو څو ورځو راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو ته دوام ورکړی او له کبله یې ګڼ شمیر عادي ملکي وګړي وژل شوي دي.

سعودي عربستان د یمن له حکومتي عسکرو سره د مقابلې لپاره له امریکا، اسرائیلو او نورو ډیرو هیوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.