د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نیویارک ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178578-د_اسلامي_ایران_ولسمشر_مسعود_پزشکیان_نیویارک_ته_ورسید
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دوه اتیایمه غونډې کښې د ګډون او وینا کولو او د تهران د دریځونو د بیانولو او تشریحولو لپاره نیویارک ته رسیدلی.
(last modified 2026-09-23T02:53:07+00:00 )
Sep 23, 2026 03:33 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نیویارک ته ورسید

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دوه اتیایمه غونډې کښې د ګډون او وینا کولو او د تهران د دریځونو د بیانولو او تشریحولو لپاره نیویارک ته رسیدلی.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر غلام حسین درزي او د ایران یوشمیر نورو ډیپلوماټانو د نیویارک په جان ایف کنډي هوايي ډګر کښې د ولسمشر مسعود پزشکیان هرکلی وکړ.

د ایران ولسمشر پزشکیان به د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په ګډون کولو او د ایران د دریځونو په بیانولو سربیره په دغه غونډې کښې د ځینو ګډون کونکو هیوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي.

پزشکیان به دغه راز په امریکا کښې د ایران له دیره ښاریزو او شخصیتونو او دغه راز د امریکا د فکر کوټو له متفکرانو او شخصیتونو سره هم جلا جلا غونډې وکړي.

امریکا چې په ټوله دنیا کښې زوروینه او دیکتاتورۍ کوي د ایران د ولسمشر رسندوي ټیمونو ته ویزې نه دي ورکړي او دغه راز یې د نړۍ خلکو ته یوځل بیا خپله سرزوري څیره ورښودلې ده.