هیڅ هیواد په ایران خپلې غوښتنې نشی ورتپلی
-
دامریکا حکومت اوس د چین ، د روسیې او حتي د اروپا په شان له هیوادونو باج او کلنګ اخلي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل دایران اسلامی جمهوریت له هیڅ هیواد سره جنګ نلری خو په قدرت سره به دځان دفاع وکړی .
هغه پرون په تهران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د څلویښت(۴۰) کلن بهرنی سیاست د څیړنې په غونډې کښې وویل د نړیوالو ارتباطاتو لپاره دایران داسلامی جمهوریت غیږه خلاصه ده او تهران دهیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی او د ایران خلک د نظام دامنیت او د اقتدار د اصلی ستنو په توګه د دښمن دباونه شنډوی .
جواد ظریف ټینګار وکړ ایران نه یوازې د امنیت لپاره بهرنی ملاتړ ته ضرورت نلری بلکې له بهرنی دباو سره سره له داخلی توان په استفادې سره پرمختګ او پراختیا ته رسیدلی دی .
دایران د بهرنیو اړیکو د ستراتژیکې شورا مشر کمال خرازی هم په دغه غونډې کښې وویل ایران له څلویښت (۴۰) کاله دښمنۍ او بایکاټ سره سره د سیمې او دنړۍ ترټولو باثباته او خپلواکه هیواد دی او د هیڅ هیواد تر حکم لاندې نه دی او هیڅ هیواد په ایران خپلې غوښتنې نشی ورتپلی .
کمال خرازی وویل دامریکا حکومت اوس د چین ، د روسیې او حتی د اروپا په شان له هیوادونو باج او کلنګ اخلی او ښکاره بیلګه یې سعودی عربستان دی .
امریکا له سعودی عربستان څخه دملاتړ په بدل کښې له ریاض څخه کلنګ اخلی او د سعودی عربستان رژیم هم د امریکا له حکم منلو پرته بله لاره نلری .
دایران د بهرنیو اړیکو دستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی د ایران پرضد د دښمنانو د تور په هکله چې وایی ایران په سیمه کښې د ناامنۍ عامل دی وویل ایران دسیمې د امنیت عامل دی او د امریکا او دسعودی عربستان ائتلاف د داعش او د جبهه النصره په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو او ملاتړ کولو او په یمن د تیری کولو په وجه د سیمې د ناامنۍ سبب شوی دی .