امریکا د اقتصادی امپریالیزم هڅه کوی
-
کله چې اروپايي هیوادونه په سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او اسرائیلو وسلې خرڅوي ایران حق لري د ضرورت وړ وسلې تولید کړي .
فارس خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل که چیرې په تیر وخت کښې امپریالیزم په وسلو او جنګ اړونده وو نن امریکا په مالی اوزارونو سره د امپریالیزم درامینځته کولو هڅه کوی .
کمال خرازی دقطر له الجزیرې ټیلی ویژن سره په مره کښې وویل امریکا دایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره له ټولواوزارونو کار اخلی .
هغه دایران د بلاسټیک توغندیو د پروګرام په اړه وویل دښمانان د پرمختللیو جیټ جنګی الوتکو په شمول بیلابیلې وسلې لری او دایران اسلامی جمهوریت د توغندوی ټیکنالوژۍ له پراختیا او لوړتیا پرته بله چاره نلری .
د ایران د خارجی اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی د ایران دتوغندوی پروګرام په هکله د اروپایی اتحادیې اندیښنه د نا توجیه وړ وبلله او ویې ویل د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک د هغو توغندیو طراحۍ ممنوعه کړی ده چې چې د اټومی خولیو دوړلو توان ولری او نور توغندی په دغه پریکړه لیک کښې نه راځی .
هغه وویل کله چې اروپایی هیوادونه په سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اسرائیلو وسلې خرڅوی ایران حق لری د ضرورت وړ وسلې تولید کړی .