ماسکو په شانګهائي تنظيم کښې د ايران د دائمي غړيتوب غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81230-ماسکو_په_شانګهائي_تنظيم_کښې_د_ايران_د_دائمي_غړيتوب_غوښتنه_وکړه
په پاکستان کښې د روسيې سفير وويل، ماسکو د شانګهائي د ملګرتيا په تنظيم اېس سي او کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دائمي غړيتوب لپاره په ټينګتيا سره کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2019 09:30 Asia/Kabul
  • ماسکو په شانګهائي تنظيم کښې د ايران د دائمي غړيتوب غوښتنه وکړه

په پاکستان کښې د روسيې سفير وويل، ماسکو د شانګهائي د ملګرتيا په تنظيم اېس سي او کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دائمي غړيتوب لپاره په ټينګتيا سره کوشش کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې الېکسي ديدوف په اسلام آباد کښې زياته کړه، ترهه ګري يو نړيوال ګواښ دے او نننے حقيقت دا دے چې هيڅ هېواد په يوازې ځان له دغه مشکل سره مقابله نه شي کولې نو ځکه د نړۍ په سطح کښې د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د غږ ملو هلوځلوضرورت دے.

د شانګهائي د ملګرتي د تنظيم مشر ولاديمير نوروف هم په دې وروستيو کښې په دغه تنظيم کښې د ايرا دائمي غړيتوب په باره کښې وويل، شانګهائي په دې لړ کښې اجماع لري.

د شانګهائي د ملګرتيا تنظيم يو اور اېشين تنظيم دے چې قزاقستان، چين، قرقېزستان ، روسيه ، تاجېکستان، ازبکستان، هند او پاکستان پکښې غړيتوب لري.

ايران، مغولسستان او افغانستان يې هم څارونکي غړي دي.