د جرمني بشردوستانه مرستو راوړونکې الوتکه تهران ته راورسېده
Apr 05, 2019 08:40 Asia/Kabul
په ايران کښې د جرمني سفير تهران ته د دغه هېواد د بشر دوستانه مرستو د راوړونکې الوتکې د رارسېدو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې په ايران کښې د جرمني سفير مېشائيل کلور برشټولډ په ټوئيټر پاڼه کښې په يو پېغام کښې وليکل: په ايران کښې د سېلاب ځپلو لپاره د جرمني د بشردوستانه مرستو راوړونکې چارټر الوتکه چې په برلېن کښې يې بار اچولے ؤ د تهران هوائي ډګر ته راورسېده.
برشټولډ زياته کړه، د جرمني سرۀ صليب اداره څلوېښت ماکوګان او نور حفاظتي سامانونه د ايران سرې مياشتې ادارې ته ورکوي.
په تېرو دوو هفتو کښې د ايران په ځينو شمالي،لويديځو اوجنوبي سيمو کښې سېلابونو زيات سر او مال تاوانونه رامنځته کړي دي.
ټیګونه