ظریف د ایران په هکله د پمپئو متناقضو څرګندونو ته غبرګون وښود
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا په ټویټر اکاؤنټ کښې د ایران په هکله د امریکې د خارجه وزیر متناقضو څرګندونو ته غبرګون وښود.
د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ د ناټو د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې په پاې کښې د ایران اسلامي جمهوریت د دغه سازمان او نړۍ لپاره یو ګواښ وباله او مدعي شو چې واشنګټن د تهران خلاف د بندیزونو په لګولو سره هڅه کوي چې د ایران په واک کښې موجودې مالي سرچینې محدودې کړي.
هغه دا خبره په داسې حال کښې کړې ده چې له دې مخکښې یې ادعا کړې وه چې د ایران اسلامي جمهوریت د دړې وړې کیدو په حال کښې دی.
دفارس خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف د پمپئو د دې متناقضو څرګندونو په غبرګون کښې په خپله ټویټر پاڼه کښې ولیکل: ناڅاپي بدلونونه، امریکا یوه ورځ ادعا کوي چې ایران د دړې وړې کیدو په درشل ولاړ دی او بله ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د یو داسې ستر قدرت په توګه بولي چې ناټو ګواښي.