په سیمې کې دامریکاناکامۍپه ایران دسپیڼې ماڼۍ دغوسه کیدا دلیل دی
دایران اسلامی انقلاب به په غوړیدا،هوښیارتیا او اقتدار او بریالیتوب سره له دغې مرحلې تیرشی او دښمنانوته به یوځل بیا درنده څپیړه ورکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجةالالسلام کاظم صدیقی پخپلوخطبوکې وئیلی دی،په سیمې کې دامریکادسیاستونو ناکامۍاودترهه ګروډلوپه وړاندې دمقاومت دچورلیزپرله پسې بریالیتوبونه له ایرانه دسپینې ماڼۍ د عصبانیّت او غوسه کیدا دلیلونه دی .
کاظم صدیقی د امریکا د ترهه ګرو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د نامې په ورځای کولو کې دامریکا اقدام ته په اشارې سره زیاته کړې ، ایران په سورئې اوعراق کې د ترهه ګرو ډلو په ناکامولو سره ،دامریکا سیمه ایز سیاستونه تر پوښتنې لاندې وروستی دی .
هغه د ایران دسیلاؤ ځپلو لپاره د نورو هیوادونو دمرستو دلیږدولو په مخنیوی کې دامریکا په سپیرۀ اقدام په سختو نیوکو سره روښانه کړې ،دامریکا دغه اقدام یو ځل بیا د ایران له ولس سره د واشنګټن دښمنی راښکاره کړې ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب همداراز ددې خبرې په کولو سره چې ځینی اروپائی هیوادونه، په رذالت کې د امریکایانو په شان دی ، زیاته کړې ، اروپایان په سختو موقعو کې ایران یوازې پریږدی ،نو ځکه باید داروپایانو د اقداماتو په وړاندې ځیر اوهوښیار ووسو .
کاظم صدیقی همداراز په دې خبرې سره چې دامریکا او دفرانسې په څیر د ځینو اروپائی هیوادونو ایرانی ضداقدامات به دهغوی لپاره هیڅ نتیجه ونه لری،ټینګار کړی،دایران اسلامی انقلاب به په غوړیدا،هوښیارتیا او اقتدار او بریالیتوب سره له دغې مرحلې تیرشی او دښمنانوته به یوځل بیا درنده څپیړه ورکړی .