جنرل صفوي: د ايران په وړاندې د امريکې سياستونه ماتې خوړونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81779-جنرل_صفوي_د_ايران_په_وړاندې_د_امريکې_سياستونه_ماتې_خوړونکي_دي
د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان لوړرتبه مرستيال او صلاحکار د ايران په شمولد هېوادونو په وړاندې د امريکې يو اړخيز سياستونه په ماتې محکوم وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2019 09:54 Asia/Kabul
  • جنرل صفوي: د ايران په وړاندې د امريکې سياستونه ماتې خوړونکي دي

د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان لوړرتبه مرستيال او صلاحکار د ايران په شمولد هېوادونو په وړاندې د امريکې يو اړخيز سياستونه په ماتې محکوم وبلل.

د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان لوړرتبه مرستيال او صلاحکار او ۱۴۱۴ په افق کښې اسلامي نړۍ نومې نړيوال سيمينار مشر جنرل سيديحيی رحيم صفوي نن زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې وويل: اسلامي ايران په خپلې څو زره کلنې مخينې سره د سياسي،اقتصادي،فوځي قوت او انعطاف او سيمه ايز او نړيوال نفوذ  لري چې امريکه ورته زيان نه شي رسولې.

جنرل صفوي په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه د ايران د تېلو د صادرولو اوخرڅولو د بندولو وس نه لري واضحه، ايران له سعودي نه پس د تېلو او ترټولو سترې ذخيرې لري او له روسيې نه پس د نړۍ تر ټولو زيات ګېس لري نو ځکه امريکه  ايران د تېلو په صادرولو او خرڅولو کښې نه شي محدودولې.

هغه د دې په بيانولو سره چې صهيونېسټ رژيم، سعودي او امارات له دې ډېر واړۀ دي چې د ايران په وړاندې د ويلو لپاره څه خبره ولري، زياته کړه، ايران د اېشيا د لويديځ په سيمه کښې د پائداره ثبات اوامنيت محور دے.

جنرل صفوي په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه او صهيونېسټ رژيم د زوال په لور روان دي وويل، امريکه په راتلونکو لسو کلونو کښې د اېشيا له لويديځې سيمې څخه بهر ووځي.

هغه همدارنګ د دغه سيمينار جوړېدوته په اشارې سره چې له سبا راهسې د دوو ورځو لپاره په تهران کښې جوړيږي زياته کړه، ايران په اسلامي نړۍ کښې د تمدن جوړولو بېرغوال دے.