تهران له بندیزونو د تیریدو ډیره تجربه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81813-تهران_له_بندیزونو_د_تیریدو_ډیره_تجربه_لري
د اسلامي ایران خارجه وزیر وویل: له بندیزونو تیریدل ډیر ګران دي خو تهران په دې لاره کښې ترټولو زیاته تجربه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2019 03:18 Asia/Kabul
  • تهران له بندیزونو د تیریدو ډیره تجربه لري

د اسلامي ایران خارجه وزیر وویل: له بندیزونو تیریدل ډیر ګران دي خو تهران په دې لاره کښې ترټولو زیاته تجربه لري.

محمد جواد ظریف رویټرز خبري آژانس ته په مرکه کښې زیاته کړه: د امریکې د بندیزونو په سختیدو پسې د ایټمي وسلو د پراختیا د منعې له تړون (این، پي، ټي) څخه وتل د ایران یو انتخاب دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې ایران له بندیزونو په تیریدو کښې پي، ایچ، ډي کړې ده، وویل: په دې لاره کښې شاید هیڅ کوم هیواد، د ضرورت په وجه د ایران هومره تجربه ونه لري او هیله لرم چې د دې تجربې په کارولو او په خلکو باندې په ملا تړلو سره، په ولس باندې د دې بندیزونو دباؤ کم شي.

ښاغلي ظریف له امریکې سره د خبرواترو په هکله هم وویل چې دغه مذاکرات په سر کښې نتیجې ته ورسیدل خو په پاې کښې امریکایانو وښودله چې په خبرواترو کښې د اعتماد او باور وړ نه دي.

هغه وویل چې د ایران خلک او حکومت کوی شي چې په تیلو پورې د پیئلتیا په کمولو او د غیرتیلي عاید د اندازې، د کورني تولید او غیرتیلي صادراتو په زیاتولو سره، د امریکې له بندیزونو سره مقابله وکړي.