ورځپاڼو ته کتنه
-
د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه او لیکنې
د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه او لیکنې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې لیکلي دي: ولسمشر روحاني د امریکې له خوا د سپاه د ترهګر بللو په وړاندې د متقال اقدام قانون ابلاغ کړ.
د دې خبر په دوام کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د اسلامي ایران د اساسي قانون د ۱۲۳ اصل په اجرا کښې د امریکې له خوا د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک د ترهګر اعلانولو په وړاندې د متقال اقدام قانون د اجرا لپاره ابلاغ کړ.
ولسمشر روحاني دغه قانون چې د ایران اسلامي شورا د روانې غويي د میاشتې د دریمې نیټې په څرګنده غونډه کښې تصویب کړی او یوه ورځ پس یې د تایید لپاره ساتندویه شورا ته لیږلی و، د اجرا لپاره د هیواد د اطلاعاتو، دفاع او د بهرنیو چارو وزارتخانو ته او هم داشان د ملي امنیت شورا او د پلاننګ او بودجې ادارې ته یې ابلاغ کړ.
** د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې هم د نمونه کارګرانو د قدرونې په دستورو کښې د ولسمشر حسن روحاني وینا ته د خپل وړومبي خبر په توګه انعکاس ورکړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو یې لیکلي دي: نه پریږدو چې خلک دې په دباؤ کښې پاتې شي، د دولت قدرت د کارګرانو د تولید د زیاتوالي په برکت دی.
د دې خبر ځیني مهم ټکي په دا ډول دي: هر څومره چې تولید زیات شي، دومره خلک سوکاله کیږي او د لازیات اقتصادي قدرت به ولرو.
کارګران د تولید په ډګر کښې په خپلو هلوځلو او د غیرتیلي صادراتو په زیاتولو سره د امریکې له بندیزونو سره د مقابلې په وړومبۍ کرښه کښې دي.
پرې به نږدو چې صفر ته د ایران د صادارتو د رسولو په لړ کښې د امریکې فیصله عملي شي.
ولسمشر روحاني وویل: د صنعت ، کار او کرهڼې وزیرانو ته وایم چې د هیواد په سیلاب ځپلو سیمو کښې د ټولو تولیدي او تجارتي مرکزونو او د مال ساتنې او کرهڼې د ټولو مرکزونو بیارغاونه د حکومت په وړومبیتوب کښې ده.
د کار وزارت باید سر له نن څخه په راتلونکو لسو کلونو کښې د کار او شغل لپاره پلاننګ پیل کړي.
** جمهوري اسلامي
له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د انسټیکس د مدیر خبر د خپل وړومبي خبر په توګه غوره کړې چې ویلې یې دي: له ایران سره اولنۍ تجارتي تبادلې ته تیار یو.
خبر زیاتوي چې د انسټیکس مدیر پر فِشر Per Fisher په هغه غونډه کښې چې په لندن کښې یې د اقتصادي فعالانو، تجارتي شرکتونو، د پانګې د خاوندانو او د بریطانیې د حکومتي چارواکو په ګډون سره جوړه شوه، وویل چې په پوره جدیت سره په لږنه لږ وخت کښې له خپل ایراني همرتبه سره د تجاري تبادلې په لټه کښې دی.
انسټیکس یا د ایران او اروپا د تجارتي مبادلو د ملاتړ لاره چاره، یو ځانګړی مالي اوزار دی چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۳۱ نیټه د جرمني، فرانسې او بریطانیې له خوا له ایران سره د غیرډالري تجارت د اسانتیا په موخه رامینځته شوې ده. د دغو دریو اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې انسټیکس په رسمي توګه ثبت شوی دی.
**
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي خبرې راخیستې دي چې وايي: بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې دسولې یوازینۍ حل لاره ده.
شاه محمود قریشی د دوحې دخبرواترو په ځنډیدا دخواشینۍ په ښودلو سره ووئیل،دپاکستان او افغانستان ترمینځ ملګرتیا د دغه هیواد د خلکو مشکلات کموي، د دې په ترڅ کې چې په افغانستان کې د حالاتو ښه کیدا دسیمې دهیوادونو پر پرمختګ مثتبې اغیزې شیندی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی پرون په اسلام اباد کې له افغانستان سره د دوواړخیزو خبرواترو په اوه م پړاؤ کې ټینګار کړی ، هیواد ئې په افغانستان کې دسولې دټینګیدو لپاره له درستو هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی،البته دافغانستان د سولې یوازینۍ حل لاره په دغه هیواد کې داړونده ډلو ترمینځ خبرې اترې دی .
دپاکستان خارجه وزیر دپاکستان لپاره له افغانستان سره د دوستانه اړیکو په اهمیّت باندې په ټینګار سره هم وئیلی دی ، ددغې موخې دپوره کیدا لپاره باید دسولې لپاره دپیوستون سټراټژی چې څه موده مخکې د دواړو هیوادونو ترمینځ نهائی شوی ، عملی شی .
شاه محمود قریشی د دوحې دخبرواترو په ځنډیدا دخواشینۍ په ښودلو سره ووئیل،دپاکستان او افغانستان ترمینځ ملګرتیاددغه هیواد دخلکو مشکلات کموی،ددې په ترڅ کې چې په افغانستان کې دحالاتو ښه کیدا دسیمې دهیوادونو پر پرمختګ مثتبې اغیزې شیندی .
*
کیهان د یمن په اړه یو خبر کښې هم لیکلي چې د یمن پوځی ځواک دعربستان په جنوب کې په پوځی مرکزونوتوغندي وویشتل.
دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو بیګاهم د نجران په شاوخوا کې په الاجاشیر سیمې کې د سعودی تالی څټو دګاډو په لاره کې یو بم چاودولی چې له امله ئې یو شمیر ګاډی تباه شوی او په لسګونو تالی څټو وګړو ته ئې مرګ ژوبله هم اوښتی ده .
په دې خبر کښې راغلي چې د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی یونټ په زلزال یو ډوله ځای بالیسټک توغندی سره دعربستان په جنوب نجران کې د عاکفه پوځی مرکز کې دسعودی تیریګرو اود هغو دتالی څټو دغونډیدو ځای ویشتی دی .
**
ګرانو مینه والو په کابل کښې د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې په وجه د کابل چاپ ورځپاڼې نن سبا نه خپریږي نو په دې اړه درسره د ځینو نورو بهرنیو ورځپاڼو مطالب شریکوو.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې «د سولې بحث د ۳۲۰۰ استازو ترمنځ په کابل کې تر سیاسي ورېځې لاندې پرانیستل شو.»
تر دې سرلیک لاندې راغلي دي چې تر ۳۲۰۰ ډېر کسان پهدې جرګه کې راغونډ شوي دي، څو له طالبانو سره د سولې په برخه کې یوه اجماع رامنځته کړي.
خو واشنګتن پوسټ څرګندوي چې د دې جرګې د بریالیتوب چانس وروسته تر دې کم شو چې د یو شمېر افغانانو او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې لغوه شوې او یو شمېر افغان سیاستوالو دا جرګه تحریم کړه.
واشنګټن پوسټ وړاندې د طالبانو بیان ته هم اشاره کړې چې د دوشنبې په ورځیې رسنیو ته استولی و.
پهدې بیان کې طالبانو ویلي دي چې د جرګې په نوم د دښمن په توطئه کې ګډون مهکوئ.
ارګ له طالبانو هم غوښتي و چې پهدې جرګه کې برخه واخلي.
په جرګه کې نږدې ۹۰۰ ښځو برخه اخیستې ده.
د ورځپاڼې په باور اکثرو د داسې سولې سخت پلویتوب کړی چې پهکې د دوی د حقونو او ازادیو تضمین وشي.
ورځپاڼې پهدې برخه کې د کابل د یوې استازې ۲۶ کلنې زهرا جویا خبرې را اخیستې دي چې وایي، ښځې باید مشروطې ازادۍ ونهلري او امر باالمعرفیې باید ونهڅاري.
وال سټریټ ژورنال
بلې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم د مشورتي لویې جرګې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چې امینه حسنپور د دې جرګې یوې ګډونوالې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وینا چې د جرګې په لومړۍ ورځیې وکړه، ستایلې ده.
وال سټریت ژورنال د دې ۴۲ کلنې مېرمنې په وینا لیکي چې تر یوه چت لاندې د زرګونه افغانانو یوځای کېدل د ټولو افغانانو د حقونو د دفاع لپاره یو فرصت دی.
حسنپور د بامیان اوسېدونکې ده، دې دا جرګه د دې لپاره هم یو فرصت بللی دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته د افغانستان لاسته راوړنې پهکې رابرسېره شي.
د مشورتي لویې جرګې اصلي هدف حکومت ته سلا مشوره ورکول دي چې داسې چوکاټ رامنځته کړي چې د هغه له مخې له طالبانو سره خبرې وشي.
ورځپاڼه لیکي:
ولسمشر غني هیلهمند دی چې د کابل په مشرۍ د سولې خبرې له سره پیل شي.
خو د ورځپاڼې په باور، د ښاغلي غني دا هیلې وار له مخه د ده د انتخاباتي سیاستونو او دې هڅو تر سیوري لاندې راغلې دي چې غواړي د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه په واک کې پاتې شي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
د وال سټریټ ژورنال په باور ښکاره ټکر پهدې کې و چې ښاغلي عبدالله او د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي څېرو له لوري دا جرګه تحریم شوې او دوی دې ناستې ته د انتخاباتي کمپاین په سترګه کتلي دي، خو په خپله ښاغلي غني د جرګې د پرانیستلو پر مهال دا تور رد کړ.