د سیمې کړکیچونه د امریکې د بلاغوښتنو نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81869-د_سیمې_کړکیچونه_د_امریکې_د_بلاغوښتنو_نتیجه_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې آسیا کړکیچونه د امریکې د اوسني حکومت د تنګ نظره بلاغوښتنو او له دښمنۍ د ډلې یواړخیزپالنې له امله وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2019 10:32 Asia/Kabul
  • د سیمې کړکیچونه د امریکې د بلاغوښتنو نتیجه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې آسیا کړکیچونه د امریکې د اوسني حکومت د تنګ نظره بلاغوښتنو او له دښمنۍ د ډلې یواړخیزپالنې له امله وبلل.

محمد جواد ظریف نن په دوحه کښې (د آسیا د ملګرتیا د خبرواترو په ټولنه) کښې په دې خبرې سره چې په نورو ولسونو باندې د یو قدرت د ارادې تپل د ټولو ګواښل دي، زیاته کړه: ترڅو چې هیوادونه د څواړخیزپالنې د ضمانت لپاره خپلې توانمنۍ او وړتیاوې ونه کاروي، یواړخیزپالنه د قانون د حکومت ځاې د ځنګل حکومت ته ورکولی شي.

ظریف هم داشان د خبرواترو له لارې د سیمې د ستونزو په هواري باندې په ټینګار سره زیاته کړه: ایران ډیره موده مخکښې (په فارس خلیج کښې د سیمه ایزو خبرواترو د ټولنې) د جوړولو وړاندیز کړی و ځکه چې د صلحې او سوکالتیا د ضمانت یوازنی لاره د ګډ برخلیک په رسمیت پیژندلو سره ترلاسه کیږي.

د ویلو ده چې محمد جواد ظریف پرون د آسیا د ملګرتیا د خبرواترو د ټولنې د خارجه وزیرانو په شپاړسمه غونډه کښې د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.

۳۴ هیوادونه د دغې ټولنې غړي دي.