په ايران د رعب اچولو لپاره د بولټون نوې هلې ځلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81979-په_ايران_د_رعب_اچولو_لپاره_د_بولټون_نوې_هلې_ځلې
د ايران د ملت او حکومت په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو له سختېدو سره په يو وخت د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جان بولټون په يوه بيانيه کښې د اسلامي جمهوريت په خلاف فوځي ګواښ مطرح کړے دے.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2019 10:29 Asia/Kabul
  • په ايران د رعب اچولو لپاره د بولټون نوې هلې ځلې

د ايران د ملت او حکومت په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو له سختېدو سره په يو وخت د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جان بولټون په يوه بيانيه کښې د اسلامي جمهوريت په خلاف فوځي ګواښ مطرح کړے دے.

بولټون په دغه بيانيه کښې وويل، امريکه د ځينو اندېښمنونکو او سختونکو نښو نښانو او خبرداريو په ردعمل کښې په سيمه کښې د امريکې د مرکزي قوماندانۍ د ابراهام لېنکن سمندري بېړۍ د يرغلي ډلې او د بم ويشتونکې او يرغل کونکې ډلې د ځاے پرځاے کولو په حال کښې ده چې په دې باره کښې د ايران لپاره له اشتباه اوتېروتنې نه د يو صفا پېغام د لېږلو سبب شي چې د امريکې يا د هغې د انډيوالانو په ګټو د هر ډول حمله  به له يو سخت ځواب سره مخامخه شي.

بولټون په عين حال کښې ادعا وکړه چې امريکه له ايران سره د جنګ په تکل کښې نه ده، خو په بشپړه توګه د ايراني ځواکونو لخوا هر ډول حملې ته ځواب ورکولو ته چمتو ده.

د بولټون څرګند ګواښ پکار دي په ايران باندې د رعب اچولو لپاره د کوشش په چوکاټ کښې تفسير شي. هغه د ايران د تحريکولو او په خپل ګمان د ايران د ويرولو کوشش کوي. بولټون دا خيال کوي چې د ايران په خلاف په فوځي ګواښ سره به تهران په شاتګ دريځ کښې راولي او د ايران د ملي امنيت او ملي ګټو د ساتنې په چوکاټ کښې يې د تحرکاتو مخه اونيسي. خو اسلامي  جمهوريت په ځلونو تاکيد کړےدے چې د امريکې يا د هغې د سيمه ايزو انډيوالانو لخوا د هر ډول احتمالي فوځي ګواښ او تيري ته به پرېکنده ځواب ورکړي.

مهمه مسئله دا ده چې د امريکې د ملي امنيت صلاح کار  په داسې حال کښې اندېښمنونکو او سختونکو نښونښانو او خبرداريو ته په ردعمل کښې د امريکې د سمندري او هوائي حمله کونکې ډلې  سيمې ته د لېږلو ادعا کړې چې کارپېژاندو ويلي دي چې آبراهام لېنکن الوتکې لرونکې سمندري بېړه د مخکښيني پلان په چوکات کښې فارس خليج ته لېږل شوې ده او په اصل کښې د ګواښونو له زياتېدو سره هيڅ تعلق نه لري.

په دې اړه د امريکې د حکومت يو مخکښيني چارواکي ايلان ګلډنبرګ وويل، سېنټکام سيمې ته د يوې بېړۍ لېږل غېر عادي خبره نه ده او احتمالاً له مودې مخکښې په پلان سره او د يو چلن مطابق ترسره کيږي.

په حقيقت کښې فارس خليج ته د روټين او پروګرام مطابق د آبراهام لېنکن الوتکې لرونکې بېړۍ د لېږلو په باره کښې د وړومبۍ بيانيې تاريخ  تېرې يوې مياشتې ته ګرځي. د آبراهام لېنکن الوتکې لرونکې بېړۍ او ورسره د بېړيو ډله د اپرېل په مياشت کښې په مديترانه سيمه کښې وه.

يوه بله مهمه مسئله دا ده چې بولټون د هغو جنګ خوښونکو په سر کښې شتون لري چې اوس هغوي د بي ډلې په نوم سره  ياديږي. دغه ډله کوشش کوي چې هره ممکنه طريقه د ټرمپ حکومت له ايران سره فوځي مقابلې ته مجبور کړي.

په دې زمينه کښې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف له فاکس نيوز چېنل سره په مرکه کښې وويل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د خپل انتخاباتي قول مطابق  چې له جنګ او لښکر کشۍ څخه ډډه ده وفاداره پاتے شي خو په بي بي يعني بنيامين نتنياهو، بولټون، بن سلمان او بن زايد مشتمل بي ډله له ايران سره مقابلې ته د امريکې د راکښلو په لټه کښې ده.

امريکې  د 2017 کال د امنيت د سټراټيجک سند په چوکاټ کښې د ايران د کنټرولو او په مينځني ختيځ کښې يې د سياستونو او اقدماتو د بدلولو په خاطر د سيمه ايزو ائتلافونو د جوړولو لپاره پراخې هلې ځلې کړې دي. اوس دغه ائتلاف د سعودي او صهيونېسټ رزيم د ائتلاف په قالب کښې رامنځته شوےدے. په عين حال کښې امريکه د ايران په خلاف د تګلارې په لړ کښې له ايران سره د مقابلې په هدف سره د سيمه ايز سټراټيجک ائتلاف د جوړولو په لټه کښې ده چې د مينځني ختيځ د سټراټېجک اتحاد ميسا يا د عربي نېټو په قالب کښې تعقيبيږي.

اوس نړۍ د ايران د اسلامي جمهوريت په وړاندې د امريکې له کينه ورۍ څخه په ښۀ ډول خبره ده. له ايران سره د  امريکې دښمني د ايران او سيمې په مقابل کښې د واشنګټن د زيات طلبو او مداخلت کونکو غوښتنو په وړاندې د ټينتګ اودرېدنې په وجه ده چې د داسې ګواښونو په شتون سره به هم هغه شان دوام ومومي.

---------