دایران او اروپادکارپیژندنې غونډه سباپه بروکسل کې کیږی
اینستکس اروپا د روان کال دجنورۍ په یودیرشمه نیټه بلاخره له میاشتو میاشتو وروسته په رسمی ډول داینسټکس په نامې سره له ایران سره دتجارت ځانګړی چینل افتتاح کړ .دغه مالی چینل تردې دمه اجرائی شوی نه دی .
فارس خبری اژانس راپورورکړی ،له ایران سره د درو اروپائی هیوادونو دتجارتی مبادلاتو د لارو چارو د نظام یا اینسټکس په باب دایران او درواروپائی هیوادونو فرانسې،جرمنی اوانګلستان اواروپائی اتحادئې د کارپیژندنې غونډه سبا سه شپنې ورځې په بروکسل کې ترسره کیږی .
راپورښئ د ایران اواروپا دمالی ځانګړی لارو چارو د سسټم مدیر پرفیشر او د علی اصغر نوری په مشرۍ د ایران او اروبا د تجارت اومالی تامینیدا په دغه ځانګړی سسټم باندې دایران څارونکی اورګان په دغه غونډې کې شتون لری.د ایران او اروپا دمالی تامینیدا اوتجارت د ځانګړی لارو چارو شرکت یا داینسټکس څارونکی اورګان دعلی اصغر نوری په مدیریّت سره داپریل په ۲۲نیټه په تهران کې ثبت شوی دی.دایران او اروپا ترمینځ د درستو تجارتی معاملو ترسره کیدا ددغه ایرانی اورګان په غاړه دی .
اروپا د روان کال دجنورۍ په یو د یرشمه نیټه بلاخره له میاشتو میاشتو وروسته په رسمی ډول داینسټکس په نامې سره له ایران سره دتجارت ځانګړی چینل افتتاح کړ .دغه مالی چینل تر دې دمه اجرائی شوی نه دی .