ایران د پاکستان او دافغانستان بریدونه وغندل
May 08, 2019 23:45 Asia/Kabul
-
دافغانستان په پلازمینې کابل کښې هم پرون په ترهګر برید کښې ۱۵ کسان ژوبل شوِ وو.
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی دپاکستان په لاهور ښار او دافغانستان په پلازمینې کابل کښې ترهګر بریدونه وغندل .
هغه پرون د پاکستان او دافغانستان له حکومتونو او ملتونو په تیره بیا دترهګرو حملو د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږی څرګنده کړه او د ژوبلو کسانو لپاره یې سلامتیا ارزو وکړه .
پرون دپاکستان په لاهور کښې داتا ګنج بخش زیارت ته نږدې په ترهګرې بم چاودنې کښې دپینځو(۵) ځانګړیو امنیتی ځواکونو په شمول لس (۱۰)کسان وژل شوی او پینځویشت(۲۵) نور ژوبل شوی وو چې ځینې پکښې مرګی حاله دی .
دافغانستان په پلازمینې کابل کښې هم پرون په شهرنو سیمه کښې په ترهګر برید کښې کانو پینځه(۵) کسان وژل شوی وو .
ټیګونه