د ایران د غوی د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82125-د_ایران_د_غوی_د_۲۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران دولت او پارلیمان وایی له امریکا سره خبرې نه کوو او د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک قوماندان هم ویلی دی چی امریکا په ایران د حملې جرات او قدرت نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د ایران د غوی د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران دولت او پارلیمان وایی له امریکا سره خبرې نه کوو او د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک قوماندان هم ویلی دی چی امریکا په ایران د حملې جرات او قدرت نلری .

 

اطلاعات

د اروپایی اتحادیې  د بهرنیواړیکو د شورا پوهنکور ویلی دی اروپا باید د ایران الټی میټم جدی ونیسی .

په زرګونو برتانیه والو په لندن کی د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو پرضد مظاهرې وکړې .

له نشه ایزو توکو سره د مبارزې لپاره د ایران اقدامات زیات شوي دي . د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قوماندان وویل: په افغانستان کښې د امریکایانو له شتون راهیسې په دغه هیواد کښې د نشه ایزو موادو تولید تقریبا ۵۰ چنده وده کړې او د نشه ایزو توکو سره په مبارزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مخه نیونکي اقدامات هم ډیر زیات شوي دي.

اردوغان وایی د یمن پرضد د عربستان په جنګ کی  په زرګونو ماشومان قربانی کیږی .

د امریکا پخوانی دفاع وزیر رابرټ ګیټس په افغانستان کی د طالبانو د بیا قدرت موندلو په اړه خبردارې ورکړ .

د ایران او افغانستان د خلکو اړیکې له ګاونډیتوبه لوړې دي . حجت الاسلام والمسلمین احمد مروي د فاطمیون شهیدانو له یوشمیر کورنیو او د افغانستان له ځینو عالمانو، استاذانو، طلابو او د دغه هیواد د کلتوري، ټولنیزو او رسندوي فعالانو په کتنه کښې څرګنده کړه: ایرانیانو د افغانستان خلک تل په سخت محنت، صبر او قناعت پیژندلي دي.

د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د حرم متولي په دې خبرې سره چې افغانستانیان په عین حال کښې چې صابر او قانع دي خو هیڅکله یې نیواکګري او استعمار نه دی زغملی او هیڅ نیواکګر نه دی توانیدلی چې په افغانستان کښې پاتې شي، څرګنده کړه: په دې مقاومت کښې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو افغانستاني وروڼو ترڅنګ و او په راتلونکي کښې به یې هم ترڅنګ پاتې شي.

حجت الاسلام مروي د اهل بیتو علیهم السلام د حرم او حریم په دفاع کښې د فاطمیونو میړانې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: له ظلم او نیواکګرۍ سره په مبارزه کښې د افغانستان د خلکو مجاهدانه روحیه له اسلام او د رسول ا... مبارک له اهل بیتو سره د هغوي په مینې او ارادت کښې جرړه لري.

جوان

د اسلامی ایران دولت او پارلیمان وایی له امریکا سره خبرې نه کوو او د ایران د اسلامی انقلاب  د ساتندویه ځواک قوماندان هم ویلی دی چی امریکا په ایران د حملې جرات او قدرت نلری .

د اماراتو دولت له څو ساعته چوپتیا وروسته د خپلو څلورو کشتیو چاودیدا تایید او دا پیښه  یې ډیر خطرناکه وبلله .

اروپا باید د اټومی تړون په هکله اراده وښیی . د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتژیکې شورا مشر کمال خرازی په پاریس کښې د فرانسې د ځینو مهمو فکر کوټو د چارواکو په ګډون سره په یوې غونډې کښې په اټومی تړون کښې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې د اروپا په ځنډ نیوکې سره وویل د اټومی موافقې په وړاندې د اروپا سیاسی دریځونه هغه وخت ارزښمن دی چې عملی نتیجه ولری .

امریکا په سوریې کښې دالقاعده ملاتړ کوی . د امریکا د ۲۰۲۰ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند مقدماتی کاندیدې میرمن ټولسی ګابارډپه یوې مرکې کښې وویل د واشنګټن حکومت د خپل هیواد دمالیاتو ورکونکو له ډالرو په استفادې سره په سوریې کښې دالقاعده ډلې ملاتړ کوی .

جمهوری اسلامی

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو ویلی دی چی سپینه ماڼۍ له تهران سره د خبرو اترو له فرصته هرکلی کوی  .

د خوزستان په سیلاب ځپلیو سیمو کی د تیلو تولید عادی حالت ته ستون شو .

د عربستان عسکرو اته بې ګناه ښاریز وژلی دی .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د سعودی عربستان په ختیځ کښې په قطیف سیمه کښې د حکومتی عسکرو په بې دلیله ډزو کښې تراوسه اته کسان وژل شوی دی . ویل کیږی چې دسعودی عربستان پوځیانو  په قطیف سیمه کښې یوه ودانۍ کلابند کړه او هلته یې په موجودو خلکو ډزې وکړې او اته بې ګناه ښاریز یې ووژل .

د سعودی عربستان ال سعود دیکتاتور رژیم څو کاله کیږی چې د قطیف او دمام سیمو دخلکو پرضد حملو او اقداماتو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې ډیر کسان وژل شوی هم دی .

امریکا ،انګلستان او ځینې نور عرب هیوادونو د سعودی عربستان له حکومت سره دخلکو په ځپلو کښې مرسته کوی .

سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرستونکی کونکی دیکتاتور رژیم دی .

د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس ویلی دی اروپایی اتحادیه له ایران سره ایټمی موافقې ته اړتیا لری .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی وویل د ټرمپ د ټیلی فون شمیره ستونزه نه اواروی که ضرورت شی نو هغو زمونږ شمیره لری .

پاکستان د مالي مرستې د پیکیج په هکله د پيسو له نړیوال صندوق موافقه وکړه .