د امريکې د دښمنۍ اوج، ايران د ارادو د جنګ بريالے
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت دښمنان د کرښې آخر ته رسېدلي دي او د ظاهري هېبته باوجود دننه د هډونو له تش والي سره مخامخ دي.
جنرل حسين سلامي پرون په تهران کښې د ايران د ترټولو لوے جهادي سېسټم د مخ کتنې په دستورو کښې وويل، دښمنان نن له زيات نه زيات دباو د پالېسۍ په عملي کولو او مېدان ته د ټولو ظرفيتونو په راوړلو سره د ايران د ملت د ثابت قدمۍ د ماتولو کوشش کوي،خو له دې نه بې خبره دي چې د ايران ارامښت، امنيت، عزت، شان او شوکت د مقامت، ټينګ اودرېدنې او مېړانے په وجه دے او دښمنان به په دې ډګر کښې ناکامه پاتې شي.
د ايران له اسلامي انقلاب سره د امريکې دښمني له برجامه د دغه هېواد د وتلو په يو کلنۍ کښې خپل اوج ته رسېدلے دے. امريکه له فوځي ګواښ سره په يو وخت له زيات نه زيات دباو په راوړلو سره د خپلې خوښې د خبرو اترو مېز ته د ايران د راکښلو کوشش کوي.
د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت او د هغۀ د ټيم مقصد د داسې نويو خبرو اترو شروع کول دي چې له اېټمي فعاليت نه علاوه د ايران توغنده اي توان او او موثره سيمه ايز نفوذ له منځه يوسي. ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه په دې بهانه له برجامه ووتۀ چې د هغه په ادعا برجام اېټمي موافقه يوه ناقصه موافقه ده او د ايران ټولې چارې پکښې نه شامليږي.
امريکه خپل دغه توهم ته د رسېدو لپاره له صهيونېسټ رژيم او د فارس خليج د څنډې له ځينو عربو هېوادونو سره ملګرتيا کوي. د اېشيا په لويديځه سيمه کښې ايران د ګواښ په توګه معرفي کول په دې سيمه کښې د شودو ورکونکې غوا د لشلو په هدف سره د ټرمپ د حکومت لپاره په يوې وسيلې بدله شوې ده.
له ټرمپ سره د سعودي په شمول د ځينو عربو هېوادونو سياسي ملګرتيا يوازې د ايران په خلاف د يوې واحد جبهې په شان ښودلو لپاره تعقيبيږي. دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې دې جبهې د سوريې، عراق او يمن په مېدانونو کښې په عمل کښې د ايران په مشرۍ د مقاومت له محوره ماتې خوړلې ده.
د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د توغنده اي توان په شمول د ايران موثره نفوذ او قوت او د طاقت جوړلو چارې د امريکې او د هغې د ملاتړ د قهرېدو سبب شوې دي. په دې ورځو کښې د ايران په خلاف د اعلاني يرغلونو سختېدل يوازې نفسياتي اړخ لري او د امريکې دغه سياست به ايران دې ته مجبوره نه کړي چې د خپل اقتدار رامنځته کولو له چارو نه سترګې پټې کړي.
په همدې چوکاټ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي د تېرې نهې په ورځ مازيګر د اسلامي جمهوري نظام د مسئولانو او چارواکو په غونډه کښې تاکيد وکړ، له دښمن سره په مقابله کښې د ايران د ملت پرېکنده انتخاب په ټولو زمينو کښې مقاومت دے، ځکه چې دامريکې له اوسني حکومت سره خبرې اترې کول څو چنده زهر دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بيانولو سره چې جنګ به ونه شي بلکه ډغره رامنځته کيږي او هغه د ارادو ډغره ده، واضحه کړه، هيڅ يو غېرتمن او شعور لرونکے ايرانے د هېواد د قوت د ټکو په سر معاملې ته نه دے تيار.
له ايران سره د امريکې اوسنۍ او څرګنده کينه او دښمني په خپل يو ډېر حساس پړاوکښې راغلې ده او د تېرو څلوېښتو کلونو تجربه ښودنه کوي چې ايران د ارادو په جنګ کښې کامياب او بريالےدے.
له هغو ټولو دښمنيو سره سره چې نن موجودې دي د ايران اسلامي جمهوري نظام به د خلقو په ارادې او مقاومت سره له مخکښې نه په لا زيات قوت سره له حساس تاريخي موړ څخه تېر شي. په همدې زمينه کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تاکيد وکړ، امريکه به د ايران له ملت او مخ په استحکام اسلامي نظام سره په مقابله کښې په قطعي توګه ماتې اوخوري.
----------