د سعودي تيريګر ائتلاف ملاتړي هېوادونه پکار دي ځواب ويونکي وي
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د يمن په پائتخت صنعا ښار کښې د کورونو په بمبارولو کښې د سعودي ائتلاف نوے جنايت وغندۀ.
په صنعا ښار باندې د سعودي تيريګر ائتلاف د جنګي الوتکو په پرونۍ حمله کښې د څلورو يمني ماشومانو په شمول د يوې کورنۍ شپږتنه ووژل شول او همدارنګ اويشت ماشومان، اولس ښځې او نور په لسګونويمنيان ژوبل شول.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي نن د روژې په مبارکه مياشت کښې د دغې هوائي حملې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت له نړيوالو ټولنو او د بشري حقوقو ادارو غواړي چې پکار دي په خپلو دندو عمل وکړي او هرې ممکنې لارې دې ددغو جنايتونو د تکرارېدو مخه اونيسي.
موسوي تاکيد وکړ، په يمن د تيري ګرو ځواکونوملاتړ هېوادونه دغه ائتلاف ته د هلاکونکو بمونو او وسلو په ورکولو سره په دغو جنايتونو کښې برابر شريک دي او پکار دي ځواب ويونکي وي.
سعودی د اماراتو، امریکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې دیمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.