ایران د افغانستان د اورګاډی د لارې چاودنه وغندله
May 20, 2019 09:12 Asia/Kabul
-
تراوسه هیڅ کس یا ډلې ددغه چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
زمونږ خبریال وایی د ایران دباندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د خواف ـ هرات د اورګاډۍ په لاره کښې د ماین دښخولو ترهګره پیښه چې په دغه پروژې کښې په کار د ایران او دافغانستان د بوختو څو ښاریزو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شوه وغندله .
هغه دایران او دافغانستان د وژل شویو او د ژوبلو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل ددغه پیښې په اړخونو د غور او د ژوبلو کسانو د درملنې کار پیل شوی دی .
پرون د افغانستان په غوریان ولسوالۍ کښې د ماین په چاودنه کښې د ایران یو(۱) ښاریز چې دهرات ـ خواف د اورګاډی په پرورژه کښې یې کار کاوه او دغه راز د افغانستان یو(۱) پوځی ووژل شول .
تراوسه هیڅ کس یا ډلې ددغه چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
ټیګونه